افغانستان

غزني: د لیسې نجوني مسموم شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د غزني ولایت په چاغوري ولسوالي کې د یوې لیسې لږ تر لږه ۳۰ نجوني مسموم شوي دي.

د غزني د پوهنې رئیس ویلي چې دغه پېښه د جاغوري ولسوالۍ د شاه یار سلطان المیتو په لیسه کې را منځته شوې ده.

د پوهنې رئیس محمد عابد رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د پيښې علت نه دی مالوم، خو کیدای شي د شدیدي ګرمۍ له امله نجوني مسموم شوي وي.

بلخوا د سیمي اوسیدونکو ویلي، دومره ګرمي هم نه ده چې له امله یې نجوني مسموي شي، او زیاته کړې، د مکتب سره نیژدې یو ډول ګاز کارول شوی چې بوی یې د کلي خلکو هم حس کړی دی.

د روغتون چارواکو د نجونو روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

باید وویل شي چې نجونو د مکتبونو د مسموم کېدو په اړه وخت ناوخت د هیواد د مختلفو برخو څخه خبرونه خپریږي خو تر اوسه یې دقیق معلومات او لامل نه دی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x