افغانستان

حقوق بشر: د کابل په پروسه کې د ښځو نه شتون د تیرو ناکامو تجربو دوام دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د حقوق بشر ادارې د «کابل پروسه» په دې وجه د ناکامو تجربو تسلسل وباله چې په وینا یې یوازي دوه ښځو په کښي ګډون درلود.

دغه ادارې پر خپله وېب پاڼه د کابل پروسې په اړه په خپله تبصره کې لیکلي چې د غونډې پای کې د اخیستل شوي انځور څخه جوتیږي چې یوازي دوه ښځو ګډون کړی وو. او زیاته کړې: د نړۍ د منازعاتو په حل کې تل هغه وخت پر مختګ راغلی کله چې د حل په موخه ښځو په مذاکراتو کې ګډون کړی دی. خو د کابل په پروسه کې یوازې دوه ښځې ولیدل شوې چې هغوی هم د غونډې د نوټ او راپور لیکلو چارې پر غاړه لرلې.

حقوق بشر ادارې پر افغان حکومت تنقید کړی او ویلي چې دا ستره تېروتنه ده، ښځې چې د نارینه تر څنګ د کابل په چاودنو کې وژل کیږي، او د نارینه تر څنګ په لاریونونو کې ګډون کوي، که چیري سوله راځي هم باید د نارینه وو تر څنګ ناستې وي.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر او نورو ادارو په شمول د امریکا د یوسیډ او ګڼ شمېر نوري ادارې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو او په سیاست کې د هغوی د پراخ ګډون لپاره کمپاین کوي. دغه ادارې عموما د ۱۸ کالو څخه بیا تر ۳۵ کلونو پوري ښځې د خپلو پروګرامونو او پروپاګند هدف ګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x