افغانستان

د داعش په خراسان ولایت کې د مشرتوب پر سر اختلاف را ټوکېدلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د اسوشیتد پریس خبري اژانس په افغانستان کې د اوزبک وسلوالو د یوه مشر لیک تر لاسه کړی ، چې په کښي نوموړي د داعش پر نوي ټاکل شوي مشر د «آی ایس آی» تور پوري کړی دی.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم په لیک کې د اوزبکانو یوه پوځي قومندان «معاویه ازبکستاني» ادعا کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې اصل مشر دی، ځکه چې د پخواني مشر «عبدالحسیب» د وژل کېدو وروسته دی په اتومات ډول مشر وټاکل شو.

نوموړي د «شیخ اسلم فاروقي» په نامه د نوي مشر ټاکنه هسي اشاعات بللي دي او ویلي که چیرته دغه خبرونه رشتیا وي نو په دې کې به پاکستان د استخباراتي ادارې «آی ایس آی» لاس وي.

دداعش ډله چې د ډیورنډ پر کرښه د قبایلي سیمې اورکزی ایجنسی څخه سرچینه اخلي، په اړه یې ویل کیږي چې د پخواني مشر عبدالحسیب د وژل کېدو وروسته په یاده سیمه کې یوه غونډه جوړه کړې او نوی مشر یې اسلم فاروقي ټاکلی دی.

یوې سرچینې ویلي چې په اورکزیو کې د داعش شاوخوا ۴۰ مشران را ټول شوي او د «سیف الاسلام» په نامه یې نوی مشر ټاکلی، خو دا لا معلومه نه ده چې اسلم فاروقي او سیف الاسلام یو کس دوه نومان دي او که دوه کسان دي.
دغه سرچینې ویلي چې د کونړ ولایت څخه د شیخ عبدالقادر خراساني په نوم بل کس د داعش د نوي امیر لپاره د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د داعش ډله د افغانستان، پاکستان او منځني اسیا هیوادونه د «خراسان ولایت» په نامه معرفي کوی، خو تر اوسه نه هم د خراسان ولایت او نه هم د داعش اصل مرکزي جهت چې په سوریه او عراق کې دی، د نوي مشر په اړه څه ویلي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x