نړۍ

ترکیه په قطر کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ترکیې په پارلمان کې یو شمېر سرچینو الجزیره تلویزون ته ویلي چې نن د شپې به پارلمان ته یو پيشنهاد وړاندي شي تر څو قطر ته د ترکي ځواکونو د لیږلو قانوني اجازه واخیستل شي.

دغه سرچینو ویلي چې قطر ته د ترکي ځواکونو دلیږلو غوښتنه ډېره پخوانۍ ده، خو اوس چې په خلیج کې د قطر او ګاونډي هیوادونو تر منځ شخړه را ټوکېدلې، ترکیه غواړي چې د قطر څخه د ملاتړ په موخه د پارلمان څخه ژر تر ژره قانوني اجازه تر لاسه کړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د پارلمان د تصویب وروسته به ترکې پوځونه د قطر په نظامي اډو کې ځای پر ځای شي.

د شنونکو په نظر د ترکیې له لوري د پوځونو لېږل به د قطر سره د معنوي او سیاسي مرستې په حیث وبلل شي.

باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي هر اړخیز سیاسي، اقتصادي، ځمکني، فضايي او حتی بشري بندیزونه لګولي دي، ځکه چې په وینا یې قطر داخوان المسلمین او حماس ډلې ملاتړ کوي او همداسي د ایران سره نیژدې اړیکې پالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x