بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۳۵ برخه)

us prisoner torture1 په همدې دهلیز کې، په کوم کې چې د اسد الله سروري خونه وه، همدا د سروري دوی په لین کې یعني کین اړخ ته څلورمه خونه وه، زمونږ خونې ته مخامخ نه، بلکې یوه خونه اخوا، د دهلیز په کیڼ اړخ کې خونې وړوکې خو زیاتې وې، او زمونږ په طرف کې پنځه لویې خونې وې، په دې  خونه کې یې دوه کسان اچولي وو، یو  د پنځوسو شپیتو کلونو په عمر بوډا به و، بل د پنځه ویشتو دیرشو کلونو شاوخوا ځوان و، ددې دواړو په خونه کې فرش بلکل نه و، همداسې په سیمټو به شپه او ورځ پراته وو، یا به ولاړ و، یا به ناست وو!

کله کله به یې د خونې غولی چې ووینځلو بیا به تر ډېره وخته د خونې غولی لوند خیشت و، ځکه لمر په هېڅ ډول نه ورته راتلو، یوې او بلې خوا ته یې نورې خونې وې، مخامخ خو یې دهلیز و، هغه هم له یوې او بلې خوا بند و، یوازې یو  دیوال یې د بهر خوا ته و، کوم لوري ته چې د همدې محبس او محمکو دفترونه وو، خو په هغه لوري کې بیا هېڅ کړکۍ نه وه. او د پاسه پرې بله خونه وه!

  دې دواړو کسانو ته به یې ډوډۍ هم په یوه چېته پېته زړه کاسه کې ور کوله، دسترخوان یې نه درلود، چای یې هم نه  ور کولو، په داسې حال کې چې نورو ټولو خونو ته یې چای ور کولو، په دې دوو کسانو کې یو اردو ژبی و، دوی ویل چې د پنجاب دی، له رنګه تور، وچ نری و، لیونی و، دوی ویل چې هسې ځان یې په لیونتوب وهلی! 

  ډېر سخت سګریټ یې وهل! نه یې پیسې درلودې او نه یې پایواز درلود، نور بندیان به چې کله حمام ته راووتل، د چا به چې زړه پرې وخوږېد یو سګریټ به یې ور کړ، دی خانه جوړی به داسې خوشحاله شو تا به ویل ټوله دنیا دې ور کړه، کله کله به دوه درې کسانو یو یو سګريټ ور کړ، ده به یو له نورو بندیانو نه ولګولو، هغه دوه یا درې نور به یې له ځان سره وساتل، هغه به یې بیا بل وخت وهل، تل به د خپلې خونې وره ته ولاړ و، له وړې دریچې څخه به یې بهر را کتل، کوم باشي، یا کوم بندي به که حمام ته راوتلی و، یا به یې ادارې ته د څه کار لپاره بیولی و، په لاره به چې تېرېدو ده به سمدستي، د وره له وړې دریچې سګريټ په لاس کې را بهر کړ، په دې معنی چې راته ویې ولګوئ! هغه به که له چا سره لګېدلی سګريټ و، له همغه نه به یې ورته ولګولو، او که به نه دغسې به ترې تېر شو! او که به له ده سره سګريټ نه، دبل چا په لاس کې به یې ولید، اشاره به یې ورته وکړه چې ګواکي سګریټ راکړه! کله کله به یې ګیلاس په لاس کې نیولی و، اوبه په یې غوښتې، بیا به کوم باشي یا کوم بندي اوبه ورکړې! خبرې یې بالکل نه کولې!
 په الله باور وکړئ، دا کس که هر چا لیدلی وای، یو خو یې له شکل او قوارې نه د سړي نفرت کېدو، بل لوري ته به دې سړي زړه پرې وخوږېدو، او دا خو فکر نه کوم چې سالم عقل یې ومني چې دا کس دې جاسوس وي! یا دې جاسوسي وکړای شي! په نیمه دنیا نه و خبر!

 هغه بل کس بیا افغانی و، د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکی و، نوم یې عثمان و! دا هغه عثمان و کوم چې په مخکنیو برخو کې یې یادونه وشوه! درې څلور میاشتې وړاندې له مونږ سره په یوه خونه کې وه، هلته یو څه ښه و، دومره نه و خراب، کله کله به هسې یوه یوه د لیونتوب حمله پرې راغله، نور جوړ و، خو اوس چې ما او نورو ملګرو ولید ټول ورته حیران شوو، که څه هم چې ظاهري بدن یې ښه شوی و، په اصطلاح چاغ شوی و، بالکل نه پېژندل کېدو چې دا دې هغه عثمان وي! یوه ورځ یې اوتاوۍ ته را ایستلي وو، مونږ ټول به ګرځېدو، چا ته د کیناستو اجازه نه وه، یوازې هغه څوک به کېناستل چې څه عذر به یې لرلو، یا به ډېر سپین ږیری و، یا به یې پښې خوږېدې، اخوا یو کاکه ځوان ناست دی! تکه توره ږیره، ډبل ډبل برېتونه، سور بخون چاغ مخ! د هر چا توجه یې ځان ته جلبوله! زه هم په چورت کې شوم چې دا ځوان به څوک وي! یو ملګري راته ویل: عثمان وینې؟ ما ویل کوم عثمان؟ وایي هغه لیونی له مونږ سره چې څه وخت مخکې په یوه خونه کې و! ما ویل چېرې دی! وايي ولې هغه نه وینې، هلته چې ناست دی! ما ویل دا عثمان دی؟ وايي: هو! حیران ورته پاتې شوم!

 ظالمانو په خوراک کې یو ډول مواد ګډول، د سړي وجود به یې پړسولو، ما خپله ډېر ملګري چې له یو دوه میاشتو وروسته ولیدل، ورته په تعجب کې شوم! زه خپله هم داسې شوی وم، کله چې له زندان نه راخلاص شوم، زمونږ یو سپین ږیری  خپل دی، هغه چې ولیدم، وايي دا خو دا دی سم چاغ شوی، تاسو وایئ چې بندي شوی دی، دا څه ډول بندیتوب دی، تاسو ورته وګورئ له بندیکېدو مخکې څه ډول و، اوس څه ډول دی؟ ما ته هغه د عبد المناف خبره را یاده شوه چې ویل به یې: که موژ له زندان نه ایله سو، څوک به یې نه را سره مني چې موژ بندیان سوي یو! ځکه ټول داسې پنډ سوي یو! ده به بیا د خپل ځان په اړه ویل، چې که مې مور وویني او زه ورته ووایم چې بندي وم، نه یې را سره مني! ځکه وايي به چې دا دي ته خو داسې ښه سوی یې!

عثمان سخت سور او سپین شوی و، تورې اوږدې ږیرې، اوږدو اوږدو ډبلو بریتونو بل ډول کیف ور سره کولو! تا به ویل چې کوم لوی قومي مشر دی! ما ځینو ملګرو ته چې په اوتاوۍ کې به سره یو ځای شوو، ویل چې دا عثمان یې ولې په دې خونه کې له هغه پنجابي سره اچولی! دوی ویل چې دا اوس ډېر لیونی شوی، هغه وخت چې له مونږ سره و، داسې نه و، اوس بیخ بې خونده شوی!

 کله کله به یې هر څه همدلته په خونه کې کول! حمام ته به نه تلو! له دې سره به په ټول دهلیز کې یو ډول بیکاره بوی شو، چې چا سر نه شوای نیولی! بیا به باشیانو ټوله خونه ووینځله! له هغه سره به بوی نور هم زیات شو!  دلته به مونږ په خپله خونه او نورو بندیانو په خپلو خونو کې پزې بندې کړې! چېرته کېدله! یوه ورځ نه وه، او بد بويي هم یو ساعت نه وه! ډېر سخت ور سره په تنګ وو! څو څو ځله زموږ خونې بلکې ټولو خونو کارمندانو ته شکایتونه وکړل چې له دې کسانو سره خو دا ټول دهلیز په تنګ دی! اداره دې دا کسان له دې ځای نه بل ځای ته نقل کړي، په یوه جلا ځای کې یې دې واچوي! دلته یو ددوی خپل مشکل دی، خو بلې خوا ته ټول دهلیز ور سره په تکلیف وي! مګر چا ته وايې! داسې ښکارېده لکه دوی چې دا کار قصدا کوي! دوی غوښتل په دې توګه نور بندیان وځوروي!

 د هر بندي په ذهن کې به دا پوښتنه را پورته کېده چې دا کسان خو ظاهرا چې سړی ورته ګوري لیونیان دي، نه مونځ کوي، نه اودس کوي، خوراک او څښاک او په عام ډول ټول ژوند یې غیر عادي دی، څو میاشتې کېږي چې په لندو سیمټو پرېوزي! آخر دې بې سترګو او بې مغزو حکومت ساتلي د څه لپاره دي؟ که یې ساتي هم کم تر کمه هغه انساني لومړني حقوق خو دې ور کړي! کم تر کمه د حیوان حقوق خو دې ور کړي! یو څوک خپل حیوانات هم د سیمټو په خونه کې، بیا چې غولی لوند هم وي! نه ساتي! په لندو سیمټو خو یې په هېڅ صورت نه پرېباسي! څه خبره د انسانانو او د میاشتو میاشتو شوه!

  مونږ له ډېر پخوا نه حیوانات ساتو،  لکه غوا، بیزې او خره، ښه مې یاد شي کله چې مونږ ماشومان وو هره ورځ به مو د حیواناتو شپول، د سهار له چای څښلو او درس ویلو وروسته پاکولو، بیا به مو وچه خاوره پکې اچوله، کله کله به مو جارو کولو، مور به مو چې کله شپاله ته د غوا د لوشلو لپاره لاړه، که به کومه ورځ له مونږ نه یو څه کمی زیاتی شوی و، ډېره سخته به په غوسه وه، چې تاسو ولې د مال ځای لوند پرېښی؟ ولې مو وچې خاورې نه دي پکې اچولې! دا خبره یې زما هېڅ له یاده نه وزي چې راته ویل به یې: تاسو په دې خپله بستره کې یوه ورځ لږ اوبه واچوئ! او بیا پکې پرېوزئ! چې خوب درځي که نه؟! آخر دا حیوانات خو هم الله پیدا کړي! د الله ګونګ مخلوق دی! ژبه نه لري چې شکایت وکړي! تاسو ولې دومره بې پروايي ور سره کوئ! د قیامت په ورځ به الله ته څه ځواب وايئ! هره ورځ به د ماسختن له لمانځه وروسته په مال ګرځېده! کله که به د مال ځای لوند و، په همغه توره شپه کې به یې له بهر نه خاورې خځلې را ټولې کړې، په هغه لانده ځای کې به یې واچولې! او مونږ ته به سخته په غوسه وه چې ولې مو سهار دا ځای نه دی وچ کړی!

 مګر له دغه دوه عاجزو او مظلومو انسانانو سره د ټولو انساني ارزښتونو خلاف چلن کېدو، ټولو ویل چې دا څه ډول لیونتوب دی، یو کس به یوه ورځ ځان په لیونتوب ووهي، دوه ورځې، یوه هفته، یوه میاشت! دا چې په میاشتو میاشتو ځان په لیونتوب ووهي، او دا ډول غیر انساني چلن قبول کړي! هېڅ سلیم عقل یې نه مني!

کله به که مونږ د محبس ځینو کارکوونکو ته وویل چې آخر دا خو انسانان دي، لږ خیال ساتل یې په کار دي، که د دوی همدا قسمت وي، نو بیا یې له دې ځای نه یو بل ځای ته بوزئ، دلته ټول بندیان ور سره په تنګ دي! دوی به ویل چې زمونږ په وس کې څه نشته! مونږ ویل پلچرخي ته یې بوزئ! وايي څارنوالي امر نه را کوي، مونږ یې په خپل سر نه شو بیولی!

شخصا زه خپله بالکل ورته حیران یم، په دې یخو سیمټو کې به پراته وو، نه یې توشکه درلوده، نه بالښت، نه بړستن! پرته له یو نري کمیس او نري پرتوګ نه بل یې هېڅ په بدن نه درلودل! د تعجب ځای دا و چې شکایت یې هم نه کولو! دا پنجابی خو یو څه ښه وو، خو عثمان داسې بې حاله وو چې په هېڅ نه وو بند! کله کله به یې ټولې جامې ایستلې وې!

یوه ورځ یې نادره لوبه وکړه، او هغه داسې چې په خپله خونه کې یې لکه چې قضا حاجت کړی و، باشیان ورغلل، دوی یې ترې را وایستل، په دې وخت کې مونږ په حمام کې وو، زمونږ د خونې نوبت و، عثمان یې حمام ته راوستو، مونږ ټول ترې یوې خوا ته شوو، مونږ ویل داسې نه چې په کوم کس وار وکړي، تشناب ته ننوتو بېرته راووتو، په همدې وخت کې باشیانو کارمندان خبر کړي وو چې عثمان بیا لوبه خرابه کړې ده، که ګورو یو لنډی کارمند چې په همدې شپه نوکریوال و، حمام ته ورپسې راغی، عثمان ولاړ وو، زه او یو بل ملګری هم څنګ ته ولاړ وو، کارمند ډېر په سیاست او غرور کې راغی، عثمان ته یې غوسه وکړه چې دا ولې دې داسې کړي؟ عثمان ځان پرې پوه نه کړ! چې څه وايې او چا ته وايې؟ هغه لږ ورته را لنډ شو، او دا یوه څاپېړه یې داسې برابره کړه چې نور يې په عثمان وار کولو! لیونی عثمان هم پوه شو چې وار خو راباندې کوي! په یو لاس کې یې پرتوګ نیولی و! په دې وخت کې یې لا پرتوګ نه و تړلی! او دا بل لاس ده هم وار ته ور ته برابر کړ، او په کارمند یو ډول ور ببر غوندې شو! که کارمند وار پرې کړی وای ده هم سمدستي وار پرې کولو!

کارمند چې کله عثمان ولید چې ببر شو! پوه شو چې که زه وار پرې وکړم دی هم وار را باندې کوي! بېرته په شا شو، او کیسه یې په نرمه کې پرېښوده، په دې حال کې هم ما او هم هغه بل ملګري سخت آرمان وکړ، مونږ ویل ای کاش کارمند په عثمان وار کړی وای! تر څو د لیوني عثمان وار یې لیدلی و، خو کارمند هم هوښیاري وکړه، بېرته په خپله مخه لاړو! که څه هم چې سیاست یې ډېر خراب شو، خو ځان یې له ګوزار نه وژغورلو…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني مخکنۍ برخه په لاندي ادرس ده:

http://www.nunn.asia/leekani/articles/9754

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د