د «بدلون خوځښت» اعتراضې ناسته شپږمې ورځې ته وغځېده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په پلازمینه کابل کې د نا امنیو پر ضد د «بدلون خوښت» په نامه ټولنه خپل اعتراضې غونډې ته د شپږمې ورځې وروسته هم دوام ورکوي او په ښار کې یې نوې خیمې درولي دي.

د تیرې اونۍ په چهارشنبه د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې لویه چاودنه وشوه چې تر ۱۵۰ زیات کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل.

ددغه چاودنې وروسته د امنیتي ادارو پر ضد لاریون باندي ډزو کې اته کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. او بیا په یوه جنازه کې درې پر لپسې چاودنې وشوې چې له امله یې ۲۱ کسان مړه او ډېر شمېر نور ټپیان شول.

په کابل کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په موخه لاریون کوونکو خپل خوځښت ته د «بدلون خوځښت» نوم ورکړی او وايي چې تر هغو به خپل اعتراضیه ناستو ته ادامه ورکوي تر څو چې يې غوښتنې نه دي منل شوي.

دوی وایی چې زمونږ غوښتنې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ګوښه کېدل، د امنیتي ادارو مسؤولین او د کابل ګارنیزون ګوښه کېدلو تر څنګ محکمې ته را کشول دي.

باید وویل شي چې د ورځو په تېریدو سره د خیمو شمېر زیاتیږي او د معترضینو مشران وايي چې دوی اوس د ښار په مختلفو برخو کې ۶ خیمې لري، او دا شمېر به د وخت په تېرېدو سره نور هم زیات شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د