افغانستان

د ګډ حکومت سره اختلاف عطا نور او دوستم سره نیژدې کړي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په داسي وخت کې چې د ګډحکومت په خپل منځ کې انتشار ورځ په ورځ زیاتیږي، د حکومت څخه خوابدي پخواني دښمنان یو له بل سره نیژدې کیږي.

د ګډحکومت لومړی مرستیال جنرال دوستم که څه هم له هیواده ترکیې ته تبعید شوی دی خو په هیواد کې د هر هغه حرکت څخه ملاتړ کوي چې د ګډحکومت پر ضد غږ اوچتوي.

نوموړي د کابل لاریون کوونکو او معترضینو ته وړمه ورځ پسونه، وریجي، غوړي، اوبه او نور خوراکي توکې د روژه ماتي په ډول ور ولیږل. او تېره ورځ یې خپل د دفتر مسؤولین، ویاند او د ګوند نور غړي د جمعیت ګوند مخکښ مشر عطانور ته ور ولیږل کوم چې له پخوا څخه د نوموړي ستر مخالف بلل کیږي.

عطا نور نن د چهار شنبې په ورځ ناوخته پر خپل فیسبوک پاڼه د دوستم جنبش ګوند مخکښ مشرانو سره د ملاقات انځورونه نشر کړه او وې ویل چې د هغوی سره یې د هیواد پر روانو چارو خبري کړې او پر مشترک کار یې ټینګار کړی دی.

عطانور د جمعیت ګوند د هغو مشرانو څخه دی چې په ډېر شدت سره د ګډحکومت د امنیتي ادارو مشرانو بدلون اړین بولي او په ځانګړي ډول د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر پر خلاف توندي څرګندوني کوي.

نوموړي په خپل وروستی یوه ویډیويي پيغام کې په ګواښمنه لهجه وویل چې د جمعیت ګوند غوښتنې منل د ګډحکومت په ګټه دي. د جمعیت ګوند د اشرف غني څخه د حنیف اتمر، معصوم ستانکزي، تاج محمد جاهد او یو شمېر نورو دولتي او امنیتي چارواکو ګوښه کولو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x