نړۍ

ایران د تهران په برید سعودي تورن کړ او د غچ ګواښ يې وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ چهارشنبه د ایران په پلازمینه تهران کې یو شمېر وسلوالو د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مزارې ډله ییز بریدونه وکړه چې د څو ساعتونو جګړې وروسته پای ته ورسیده.

د ایراني چارواکو په وینا په دغه برید کې ټول ۱۲ تنه ووژل شول او ۴۳ تنه نور ټپيان شول.
د ایران رسنیو ویلي چې د ایران انقلابي ځواک په دغه برید کې سعودي ښکېل بولي او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی.

د سرچینې په حواله د ایران انقلابي ځواک دغه وینا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې ده.
ایران او سعودي په سیمه کې د نفوذ تر لاسه کولو لپاره په مختلفو جبهاتو کې په وسلوالې او رسنیزې جګړه بوخت دي.

د ایران یوه پخواني ديپلومات او د سیاسي چارو کارپوه د الجزیره تلویزون سره په مرکه کې وویل چې سعودي ددغه بریدونو مسؤول دی ځکه چې د سعودي دفاع وزیر محمد بن سلمان څو اونۍ مخکې په مرکه کې وویل چې جګړه به د ایران داخل ته انتقالوي. او زیاته یې کړه د نني برید څلور ساعته تر مخه د سعودي بهرنیو چارو وزیر په فرانسه کې ایران ته ګواښ وکړ.

بلخوا د برید مسؤولیت داعش ډلې اخیستی، کومه چې له مخکې هم د ایران او هم د سعودي سره شدید اختلاف او ددواړو په وړاندي جهاد فرض بولي.

که څه هم داعش په عربي او اسلامي هیوادونو په ګډون په اروپا کې د ډیرو بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی دی خو دا لومړی ځل دی چې د ایران په دننه کې د یوه برید مسؤولیت په غاړه اخلي.

باید وویل شي چې تر اوسه د سعودي او خلیجي هیوادونو په شمول امریکا دغه برید نه دی غندلی، بلکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ایران د تروریزم په ملاتړ تورن کړی او په پېښه کې يې د «بې ګناه» قربانیانو سره خپله غمشریکي اعلان کړې ده.

د ایران د انقلابي ځواک په خبرپاڼه کې راغلي چې سعودي ته د ټرمپ د سفر دوه اونۍ وروسته په ایران کې داسي يوه پېښه پر دې دلالت کوي چې دغه هیوادونه غواړي جګړه د ایران داخل ته انتقال کړي او پر همدې سلا مشوره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ښکاره خبره ده چه مونږ د شیعه ورونو اسلامی دریز نه تاییدو دوی دیری ډلی لری چه ځینی یی د شرک له سرو پولی سرغړونه کړی مګر دا چه زمونږ سره یو الله ج ، پیغمبر او قران په منلو ګډ مخرجونه لری نو مونږ یی په مجموع کی له اسلامی دایری نه شو ویستلای دا چه دننه به اسلامی کی اختلافات سره لرو ، یهودان مو خپل منخی تفاهم په خای خپل منخی جنګونه ته تیله کوی چه د اسلامی امت تر منخ جګړه راوتوکیږی دوی ورته پکی وهی . مګر که د سعودی او نورو غربو تش په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x