نظــر

د سولې شورا نوی رییس!

ليكوال: ملتپال/ مسیر ورځپاڼه

یو وخت خلکو ویل چې حکمتیار له هرې ډلې او جریان سره یو ځای شوی، سر یې خوړلی.

د مجددي او برهان الدین رباني خو ترې زړه شین و، احمدشاه مسعود ترې زړخوړینی ولاړ او د طالبانو ملا دادالله خو یوه ورځ برالا بي بي سي ته وویل چې د دغه سړي پل سپېره دی، چې له هر چا سره یو ځای شوی، بخت یې کوټه شوی دی.

زه نه غواړم چې دلته د حکمتیار تر راتګ وروسته د حنیف اتمر پر دریځ خبرې وکړم. دی هم د حکمتیار له راتګ سره سم د نیوکو تر باران لاندې دی، خیر دغه بحث به بل وخت ته پرېږدو.

دا مثال مې د سولې عالي شورا په ریاست پورې ذهن ته راغی؛ د سولې عالي شورا د ریاست څوکۍ هم د حکمتیار په څېر ښه بخت نه لري. هر څوک چې دې څوکۍ ته راغلی، سر یې په کې خوړلی. برهان الدین رباني چې په سختو ورځو کې یې د حکمتیار له راکټونو ځان خوندي کړی و، ځانمرګي په پګړۍ کې بم ورته راووړ. ارواښاد سره له دې چې د څوکۍ ساتنې خورا مهارت درلود، خو بیا یې هم سر په کې وخوړ. د کرزي په اصطلاح، د «استاد شهید» له مرګ وروسته ډېر وخت دغه څوکۍ بې مشره وه. په وړوکي رباني خو د بهرنیو چارو وزارت هم پېټی و، خو مشر رباني په جهادي رهبرانو کې تر ټولو ځیرک او نرم دریځه سړی و. هغه پوهېده چې څنګه ځان له شرایطو سره همغږی پر مخ بوځي.

د وړوکي رباني په څېر نه و چې په وړو وړو مسایلو له سیاسي جریانونو او قدرت نه ځان وباسي. هغه د مصلحت، سیاسي زغم او جوړجاړي لوړ ظرفیت درلود، هغه د جمعیت مړ سکلیټ د سولې عالي شورا له امکاناتو بېرته ورغاوه. د ده له برکته جمعیت هم د سولې جریانونه په واک کې واخيستل او هم د جګړې او قدرت په تصمیمونو کې شریک و. کرزي ته یې دا ګټه رسېده چې جمعیت ګوند یې په دې توګه له نورو ځان ته ور نږدې کړی و. همدا علت و چې په شورا کې د رباني کورنۍ تر زوال وروسته، دې څوکۍ ته پير صېب زړه ښه کړ. هغه فکر کاوه چې ګوندې د جمعیت په څېر دی هم محاذ ته په کې لاره وباسي، خو پیر صېب دې خدای وبښي لکه چې د حکمتیار د راتګ غږ پرې ښه ونه لګېد.

پرون ولسمشر په یوه غونډه کې د سولې عالي شورا ریاست ته کریم خلیلي وړاندیز کړی دی.

خلکو د مبارکۍ پر ځای لومړی د ده د سر خیر غوښتی. سوله داسې شی نه دی چې د هر چا دې خوښه شي.

دلته د ډېرو خلکو په جګړو کې ګټې دي؛ چې جګړه وي، د دوی غوا په کې پیوره وي. له جګړې پرته یې دسترخوان سپېره دی. بهرنیان هم د سولې تږي نه دي. هغوی تر رڼو اوبو په خړو کې کبان ښه نیسي. که د سولې شورا دا توان پیدا کوي چې طالبان سولې ته رامات کړي، دومره قوت یې کله هغوی غواړي. پاکستان هم د سولې شورا په داسې حد کې نه پرېږدي چې د سولې جریان د اسلام اباد پر ځای په کابل را وڅرخوي. خپله ولسمشر هم تر سولې ډېر له دې شورا نه د حربې په توګه کار اخلي. د څو شریرو خولې پرې ور بندې کړي، څو سیاسي پنډتان له حکومت ضد توطیو پرې را وګرځوي یا د حکومت ضد جریانونه پرې پیکه کړي.

نه پوهېږم چې کریم خلیلي د سولې شورا لپاره څومره وړ انتخاب دی، خو له پیر صېب ماسېوا دې شورا ته اکثریت داسې مشران ګومارل شوي چې له طالبانو سره د جګړې اوږده سابقه لري. خلیلي سره له دې، چې تر ډېره ملي دریځ لري، هم ترې مستثنی نه دی.

د سولې عالي شورا له ټربیون نه د سولې خبرو اترو شعار ډېری سمبولیک دی. دغه جریان تر ډېره د امریکا او حکومت تر کنټرول لاندې دی. دوی دواړه له طالبانو سره په مستقیمه جګړه کې دي. د دې شورا په راس کې به د یو چا راتګ له سولې نه ډېر، دلته په کور دننه سیاسي معاملات وي. خلیلي وزګار و، دسترخوان یې تش و، کله ناکله یې پر حکومت خوله ور خلاصوله، په حکومتي امکاناتو هم اکثره د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په شخړه کې و؛ ځکه دانش د ده له ټکټه دغه مقام ته رسېدلی، خو اوس لږ تر لږه د هغه لپاره دا ممکنه شوه چې دسترخوان یې بېرته غوړ شي او د حزب وحدت مړژواندي سکلیټ ته سا ورکړي.

زموږ پرې بده نه لورېږي، خو لکه مینه چې قرباني غواړي، سوله هم قرباني غواړي. دې قربانۍ ته باید سر له اوسه هوښیار وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x