نړۍ

پوتین: د روسیې او امریکا په جګړه کې به هیڅ څوک ژوندی پاته نه شي / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د روسیې ولسمشر پوتین ویلي، که چیري د روسیې او امریکا تر منځ جګړه وشوه، نو د ځمکې پر سر به هیڅ څوک هم ژوندی پاته نه شي.

پوتین په یوه مرکه کې چې لږ برخه یې په یوټیوب کې نشر شوې، د یوې پوښتنې په جواب کې چې ایا ددواړو هیوادونو په جګړه کې به امریکا کامیابه شي او کنه؟ وویل: فکر کوم هیڅ څوک به ژوندی پاته نه شي.

نوموړي همداراز ویلي چې ناټو د شوروي اتحاد څخه د دفاع په موخه جوړ شوی سازمان دی، خو اوس چې شوروي اتحاد له منځه تللی، د ناټو څه اړتیا ده؟ او زیاته کړې چې ناټو د خپل وجود د بقا لپاره تل په یوه وهمي دښمن په سي ګرځي.

تمه کیږي چې د نوموړي بشپړه مرکه به د جون میاشتې تر ۱۵ نیټې پوري پر شوټایم تلویزون خپره شي.

د مرکې اعلان ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x