
الله دي دوی مړه کړي- منلی
منافقان دمسلمان امت ترټولو خطرناک دښمنان دي، ځکه هغوی عالمان او پوهان هم سم نشي پيژندلي نو عام خلک به یې څنګه پیژني. قرانکریم وایې: همدی (منافقان) ستاسو دښمنان دي، له دوی نه وویریږ، الله دي دوی مړه کړي، دوی چرته له حق دین نه ګرځي. هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ.(سوره المنافقون).
باید ووایو چې دنن سبا ځیني سیکولرستان عیناً منافقان دي. دوی په اسلام کې ځیني هغو اصولوته ګروهمن ندي چې ظاهراً له انساني عقل سره سمون نه خوري، بلکي دهغو تمسخر او سپکاوی کوي او بل داچې دوی داسلام سیاسي نظام ته هیڅکله عقیده نلري، عقیده خو پریږده د دوی دمبارزي اصلي ټکی داسلامي نظام مخالفت او داسلامي سیاست له منځه وړل دي، اوله دې سره دځیني اسلامي عباداتو تظاهرکوي، لمنځونه او ځیني عبادتونه کوي او کله کله داړتيا په صورت کې عمرې ته هم ځي.
دوی دمسلمان امت ترټولو سخت دښمنان دي، ځکه دوی داسلام په لباس کې ځانونه پټ کړي دي، عام او تشذهنه خلک خو پریږده ډیری پوهه اوسوادلرونکي خلک هم دوی نه پیژني داځکه دوی په مسلمانو کورنیوکې زیږیدلي اوپه خپله چالاکي سره ځانونه ښه مسلمان ښیي، اوپه دې توګه عام مسلمانان دروهي او په حقیقت کې اسلام په محراب پوري تړي اود غربي فکر په څیر دین دهرچا شخصي معامله بولي اوکوښښ کوي له سیاسي او ټولنیز ژوند نه دین لري وساتي.
دلوړ قراني ایت او الهي لارښوونې په رڼاکې په زغرده ویلی شو چې دوی دمسلمانانو او اسلام سرسخته دښمنان دي، مسلمانان باید له دوی نه ویره وکړي د دوی ویره اوخطر داسلام له ښکاره دښمنانو ډیره زیاته ده، ځکه داسلام ښکاره دښمن پوهه اوناپوهه ټول خلک پیژني او هغه منافق سیکولریست چې موږ یې ګروهه بیان کړه داسلام پټ دښمن ده او خطریې زیات ده.
دقرانکریم له دې عجیب اسلوب نه د دې منافقینو خطر لا ښه معلومیږي، قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون. ديوچا دبدحال او لویي بداخلاقي دبیانولو په مهال چې کله موږ تعجب کوو داسي جمله کاروو چې هم خپل تعجب ښکاره کړو او هم هغه ته ښيرا وکړو لکه وایو فلاني دومره بیکاره سړی دی یا دومره بداخلاقه دی …. خدای دې دی مړکړي، عرب اکثره وایې ثکلته امه یا قاتله الله. موږ هم وایو خدای دې په ده موربوره کړي اوخدای دې ورک کړي. قرانکریم هم د منافقانو د ډیرې بیلاري او خطرناکې ګمراهي دبیان په ترڅ کې دا اسلوب خپل کړی ده : قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون. پورته بیان شوی منافقان او یادنن زماني سیکولریستان دالله له حق دین نه ګرځیدلي دي او غواړي نورخلک هم دالله له دین نه وګرځوي. الله دي دوی مړه کړي.
نښتر کالم