نړۍ د دجال په لومو کې

ابو یاسر افغان

مخکې مو په همدې هکله خبرې وکړی البته د موضوع عنوان بدل و( دجالي چالونه) اوس هم هماغه موضوع ده، خو د نورو وضاحتونو او معلوماتو سره؛ که خبره د ټیکنالوژۍ او کمپیوټر شي، نو په ظاهره خو دا یو لوی پرمختګ ښکاري، ولې په حقیقت کې همدغه ټیکنالوژي ده چې درست بشریت یې د هلاکت په درشل درولې او په ساده اصطلاح نړۍ د بارودو هغه ډیري ته ورته ده چې یواځې د یوه تیلي د لګولو ضرورت دی ورته او بس. د نن دور انسان د خپل ځان واک او صلاحیت هم نلري او کله چې د دې خبرې حقیقت د انسان ذهن ته ښکته شي، هغه به بیا بې اختیاره دا ووایي چې پخوانی انسان د ټیکنالوژۍ نه محروم و، خو د ژوند له سکون، آزادۍ او ذهني آرامۍ نه برخمن و، ولو که دی هر څومره د موجوده دور له سهولتونو برخمن وي، خو بیا به هم اعتراف کولو ته اړ شي.

درنو لوستونکو! طبیعي ده چې ځیني ملګري د اوږدو لیکنو د لوست حوصله نلري، یا خو د ټیکنالوژۍ په دې دور کې د سختو مصروفیتونو په سبب او یا هم د ذهني نا ارامۍ او ستړیا په وجه، مګر څه؟ آیا دا د ستونزو حل کېدای شي چې موږ دې د ستونزو لپاره د حل لارې د راویستلو پر ځای قرار د خیر په غونډۍ کینو؟ نه هیڅکله هم نه او که دا یې حل وای، دا دومره وخت زموږ بې تفاوته پاتې کېدو به زموږ ستونزې د لا ډېرېدو پر ځای حل کړی وی، کوم چې بر عکس نتیجه یې ورکړه.

راځو د دجالي قوتونو د دسیسو په هکله بحث ته، خبره مو پدې کوله چې انسان خپله فردي آزادي هم له لاسه ورکړه، نن که ته په هر هېواد کې اوسې، نو مجبور یې چې د هغه هېواد نیشنلټي یا پیژند پاڼه او تابعیت پاڼه ولرې، کومه چې په کمپیوټري سیسټم عیاره او هلته راجستر ده، له کومې ورځې چې دې دا پاڼه واخیسته، نو پوه شه چې د دجال د نړیوال مرکز یا د فریمیسن د سازمان له اټومیټک څارونکي شبکې تر پوښښ لاندې شوی، اوس نو ته اړ یې چې د خپلې سیمې د حکومت ټول قوانین ومنی، هغه نو که تاته د منلو وړ وي یا نه، د پیژند پاڼې سیریل نمبر تا یوه شېبه هم د څارونکو کمپیوټري کامرو څخه خوندي کېدو ته نه پریږدي، زه درته یو ساده مثال وایم: په اوسنۍ نړۍ کې اسلامي فکر، اسلامي لید لوری او په ځانګړي ډول جهادي خوځښت او حرکتونه نړیوال جرم بلل کېږي، له بلې خوا دا ستا دیني وجیبه او مسلم فردي او اجتماعي حق هم دی، خو دا ته نه شی ادا کولې، ولې؟ ځکه چې دجالي مرکز(امریکا او اسرائیل) ورسره مخالفت لري، اوس که ته دا خپله فریضه ترسره کوی، نو که ستا د سیمې حکومت ورسره ستونزه ونلري، بیا هم ته دا نه شی کولې، ولې چې حکومت دی د یونایټیډ نیشن او ملګرو ملتونو سره ټچ او راجستر دی، همغلته د راجستر کېدو او ګډون سره ستاسو د سیمې حکومت منلې چې د ټولو نړیوالو قوانینو تابعداري به کوي، درناوې به ورته لري، په خپلو واک لاندې سیمو کې به هم د هر هغه چا د فعالیت او یا که ضرورت شي د ژوندي پاتې کېدو مخه نیسي، کوم چې د نړیوالو قوانینو مخالفت کوي “نړیوال قوانین بیا د هغو احکامو مجموعه ده چې امریکا او اسرائیلو د دجالي شریک میشن په اساس د بشریت د کنټرول او د خپل لاس لاندې د را وستو لپاره وضع کړي دي” د همدغو قوانینو په اساس حکومتونه مکلف دي چې د خپل واک لاندې سیمو کې د هر هغه چا مخه ونیسي ولو که په زور وي یا په رضا، کوم څوک چې د دغو قوانینو مخالفت کوي، که کوم حکومت داسې ونکړي، نو خپله حکومت او هېواد دواړه یې د نړیوالو د غبرګون سره مخ کیږي.
د روغتیا نړیواله اداره، د تعلیم اداره، د خوراک اداره، د بشري حقوقو د څار او ساتنې اداره، د طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره او… مثبت نومونه او منفي عملونه، یواځې په کفري او اسلامي هېوادونو کې د کفارو او په خاص ډول د یهودي وګړو د ساتنې او سهولت په خاطر رامنځته شوی دغه ادارې همغه څه کوي، چې موږ یې د فریمیسن د قوانینو د تطبیق په نوم یادولی شو.

د دویم نړیوال جنګ نه وروسته چې د نړۍ خلک له جګړو ستړي شوي وو د سولې تږي او د جنګ د مخالف نظریې پلویان وو، امریکا له همدې فرصته ګټه پورته کړه، د امن راوستونکو او سوله ساتو ځواکونو په نوم یې د نړۍ له هیوادونو پوځ وغوښت امریکایي پوځ او ناټو رامنځته شوه، اسلامي هېوادونه یو پر بل پسې تجزیه او له پښو وغورځول شول، نړیوال واحد اسلامي مرکز او قیادت له سقوط سره مخ او اسلامي امت د یوې بې شپانه رمې په څېر د یهودي او صلیبي لیوانو رحم او کرم ته پاتې شو، د نن ډیری مسلمانان اوس هم دا فکر کوي چې موږ ټیکنالوژي نلرو، ځکه وروسته پاتې یو، د دغه ټیکنالوژۍ د تر لاسه کولو لپاره د نړیوال کفري بلاک غلامي ذلت نه بلکې ضرورت ګڼي، ولې بد بختانه چې دغه خلک خطا شوي دي، بری او عظمت په مادیاتو نه په معنویاتو تر لاسه کیږي، خو دا چې ټلویزیون، مبایل او انټرنیټ زموږ زیاتره مسلمانان د غرب مادي پرمختګ په حیرت کې اچولي، نو همدغه ځای دی چې په روغ وجود د شلو او شوټو خلکو غوندې له کاره لویدلي او زړونه یې وهلي دي، دا هماغه څه دي چې دجال یې غواړي، یعني د خپلو مخالفینو فکري استعمار او پر هغوی د تبلیغاتو او افواهاتو په زور د خپل اثر او رسوخ قایم ساتل، چې تر ډېره حده دجالي قوتونه خپل دغه هدف ته رسیدلي دي.

یو وخت و چې مسلمانانو به د توپ، ټانګ او طیارې پر ځای اسونه، اوښان، توري او ډالونه لرل، مګر پرمختللې کفري امپراطورۍ به یې رانسکورولې، یو وخت دی چې مسلمان د ماديانو میني او له مرګه ویری مخکې له کوم حرکت او پرته له غوښتنې ځان د کفارو د غلامۍ په کړۍ تړلی او یواځې د سر خیر غواړي په داسې حال کې چې له مادي پلوه هم تر ډېرو وروسته نه دی، خو هغه هم څوک نه ورکوي، که دغه مسلمان چې زړه یې وهلی د مادي پلوه د اټومي ځواک څښتن شي، بیا به هم د نړیوال کفر پر وړاندې د مخالفت د کولو جرأت ونکړي، ولې چې فکراً یې خپله ماتې منلې ده، همدې ته وایي د ټیکنالوژۍ مینه لرونکی د موجوده پیړۍ کمزوری مسلمان د زورور دجال پر وړاندې.

راتلونکي لیکنه کې به له ډېرو نورو حقایقو پرده پورته شي، ملتیا مو غواړم.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ډیر مننه

جبران خلیل
میلمه
جبران خلیل

اسلام علیکم – ډیر اهم حقائق مو څیړلي و س چاته دجال یاد دې نه ورته دجالي دام –