دیني، سیرت او تاریخ

که رښتیا هم شیطانان په روژه کي بند وي، ولي په روژه کي مسلمانان فسادونه کوي؟

د ملحدینو د سوال ځواب – عبدالغفار جبیر
په دې کي هیڅ شک نشته، چي په روژه کي ددوږخو دروازې بندي سي او شیطانان وتړل سي، لکه چي په دې مبارک حدیث کي راغلي دي:

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي کله د روژې میاشت داخله شي نو د اسمان دروازې (او په یوه روایت کي د جنت دروازې او په بل روایت کی د رحمت دروازې) پرانستل شي او د جهنم دروازې بندي کړل شي او شیطانان په ځنځیرونو وتړل شي.
(مسلم شریف، بخاري شریف، مشکوة شریف)

له هر انسان سره علاوه د شیطان څخه نفس هم ورسره دی.

د نفس ډولونه: ۱: نفس اماره (سرکښه نفس): دغه نفس انسان تل د خواهشاتو، فحاشاتو او بد مرغیو ته رهبري کوي.

۲: نفس لوامه (پښېمانه کیدونکی نفس): دغه بیا داسی خاصیت لري، کله چي یو انسان ګناه وکړي، ډېر ژر یې پښیمانه کوي، او د توبې و لورته یې رهبري کوي.

۳ : نفس مطمئنه : دا هغه نفس دی چي له دې څخه د ګناه ، نافرمانۍ او بې لاری هیڅ تصور نسي کیدلای، لکه دانبیاء نفسونه.

۴: نفس ملهمه: دا هه نفس دی چي الهام ورته کیږي، کله ځینو انسانانو ته په ځینو کارونو کي الهام وسي، چي له دغو کسانو سره نفس ملهمه ورسره دی.

۵: نفس راضیه: دا هغه نفس دی چي، انسان بدن تل ورڅخه راضی وي، تل یې په ښو رهبري کوي او له بدو څخه یې ساتي.

۶: نفس مرضیه: دا هغه نفس دی چي الله جل جلاله ورڅخه راضي دی.

۷: نفس صافیه: دا هغه نفس دی چي ټول صفاء دی، د ګناهونو او بدمرغیو ټکي ورباندي نسته.

کله پر انسان باندي نفس اماره کنترول ولري، هغه کنترول کړي، نو ځکه د مبارکې روژې په میاشت کي کله کله هم مسلمانان فسادونه کوي.
تاسي وګورئ کله چي دغه انسان سره ۱۱ میاشتې د نفس او شیطان په لومو کي وي، او هغه شیطان ۱۱ میاشتې د انسان په بدن کي نه ستړي کیدونکی فعالیت کوي ، ضرور یې اثار په انسان کي پاتې کیږي، ددې مثال داسي دی لکه تندور چي ټوله ورځ اور پکښې بل وي، خو کله چي یې اور هم مړ سي بیا هم تندور تر یو وخته پوري ګرم وي، داچي د شیطان اثار په انسان کي پاتي وي نو ځکه په دې مبارکه میاشت کي هم جرمونه او فسادونه صورت نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

څبیر صاحب السلام علیکم ! ښکلی موضع باندی مو بحث کړی ، فکر کوم دا چه تعبدی اوامرو له ډلی نه ده ، مسلمانان هم کولی شی په اړه یی تاویل او حتی نیوکی هم ولری حتی الله ج د ادم ع د پیدایښت په اړه ملایکو ته موقع ورکوی چه د انسان د پیدایشت په اړه نیوکی ولری . د ملایکو هدف دا نه وو چه الله ج په خپل اراده کی خطا وتی وو او نه دا د الله ج دمعلومات کموالی وو چه له ملایکو یی خپل معلومات بوره کولو ، بلکه دا زمونږ انسانانو د پاره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x