شعـــــرونه

د سميع الله تړون نوی غزل

سميع الله تړون

ربه ومې بښه حال مې رابدل کا
د خزان خزان وجود غوټۍ مې ګل کا

چې وتاته په یوه قدم در رسي
ما د داسې لیونیو خلکو خپل کا

یو مې ژبه کې د حق طاقت پیدا کا
بل مې زړه کې ستا د مینې چراغ بل کا

زه او غټ دښمن بري پسې روان یو
دښمن شل کا زما نولس ګامه شل کا

چې مغرورې ککرۍ شي ورته ټيټې
ما د داسې بختورې پګړۍ ول کا

ما د ښار له کوڅه ډبو سپو نه بیل کا
له زمرو سره داخل مې په ځنګل کا

په دې ګردو همزولانو کې اول اوم
اوس اخر یم ربه بیرته مې اول کا

ما د حق د ترانو اول نومره کا
د باطلو سریندو ته مې تمبل کا

چې بل اور کې د وربل تارونه شماري
د وربل په لارویو دې اور بل کا

د بګرام د غرور ټنډه بیا تازه کا
او کابل د میړنو خلکو کابل کا

خوار تړون په شاعرانو کې حساب کا
او غزل یې د غزل په څير غزل کا

تړون ـ اسعد اباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x