شعـــــرونه

رمضان/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

رمضان دی د رحيم خدای د رحمت مياشت
ګنهګار ته د ګناه د مغفرت مياشت

نوافل پكې په فرضو حسابېږي
ده مؤمن ته د خالق د عبادت مياشت

نېك عمل پكې رب اخلي په څو چنده
عجيبه ګټې لري د تجارت مياشت

مرور خلك بايد پكې پخلا شي
ځكه دا خو ده د مينې او الفت مياشت

د دې مياشتې احترام دې هر څوك وكړي
لياقت لري د ډېر قدر عزت مياشت

دروازې د دوزخو وي پكې بندې
شيطانانو لره ده د ډېر ذلت مياشت

( فيضاني ) رب ته مدام پكې ژړېږه
كړه يې تېره د قرآن په تلاوت مياشت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x