fbpx

رمضان المبارک په لسمه څه پيښ شول؟

مولوي عبدالمنان ستاري

د رمضان په لسمه ډيرې تاريخي پيښې شوي چې ترټولو څرګنده او مشهوره پېښه د بى بى خديجة بنت خويلد رضي الله عنها وفات دى.

بى بى خديجة رضي الله عنها د رسول کريم صلى الله عليه وسلم لومړنۍ ميرمن او اوله ښځينه چې په سيد الکونين يې ايمان راوړى و د بعثت په لسم کال او د هجرت څخه درې کاله وړاندې د رمضان المبارک په لسمه نېټه په حق ورسيده. خدیجه رضي الله عنها چې په ډېرو سختو شرایطو کې يې د رسول صلی الله علیه و سلم ملګرتیا کړې وه، وفات او فراق یې رسول صلی الله علیه و سلم ډېر ودرداوه.

سيدة خديجة بنت خويلد رضي الله عنها د هجرت څخه 68 کاله وړاندې زېږېدلې او د هجرت څخه 28 کاله وړاندې يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره واده وکړ د خديجې رضي الله عنها په ژوند رسول الله صلى الله عليه وسلم بل واده ونکړ او زړه ته يې هم ډيره نژدې وه…

خديجة رضي الله عنها شتمنه او تجاره وه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يې تجارتي مالونه د ميسره سره چې د بى بى خديجې غلام وو وړل او تجارت يې ورته په مخ ووړ…

نو خديجې رضي الله عنها ته معلومه شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم صادق او أمين دی ډيره ترې متأثره شوه نو له خپلې ملګرې نفيسه بنت منية سره يې خبره وکړه هغې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته و ويل رسول الله صلى الله عليه وسلم هم ځنډ ونه کړ او خطبه يې ور وليږله…

کله چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې وحى نازله شوه اول بى بى خديجې پرې ايمان راووړ په دعوت او د اسلام په خپرولو کې يې عمده رول ولوبوي…

له بى بى خديجې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم 6 اولادونه دى دوه ځامن عبدالله، قاسم او څلور لوڼه زينب، رقية، ام كلثوم او فاطمة چې د فاطمې څخه علاوه ټول اولادونه يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوي فاطمه رضي الله عنها د ابوبکر صدیق د خلافت په دور کې وفات شوه..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د