د رمضان فضايل

مولوي عبدالرحمن خواجه
درمضان المبارک فضائل؛ سنت؛ مستحبات؛ مکروهات؛ مفسدات؛ دتراوېحو حکمونه په مختصره مقاله کې کتلی شئ

فضائل

(۱)
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم نه روایت دی :چې روژه دارو لپاره د قیامت په ورځ دعرش دلاندې دسترخوان راوغوړېږي دغه خلک به په هغه باندې کښېني خوراکونه به کوي اوټول خلک به حساب اوکتاب کې مشعول وي دې وخت کې به دغه نورخلک ووایي چې دغه خلک څوک دي چې خوراکونه کوي اومونږ حساب کتاب کې راګیریو دوی ته به ځواب ورکړل شي چې دغه هغه خلک دي چې دوی به روژې نیولې اوتاسو به روژې نه نیولې (:بخاري شریف)
(۲)
ابوهریره (رض) څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي :چې دروژه دار دخولې بوی دالله پاک خواته دمشک عنبرو نه زیات خوشبودار دی )ترجمه مسلم ج۳ص۲۷۹)
(۳)
دابي هریره (رض) څخه روایت ده چې رسول الله وفرمایل :چاچې درمضان روژې ونيولې اودشپې لمونځ (تراوېح )یې وکړل دایمان اوثواب په نیت دهغه مخکيني ګناهونه به وبخښل شي (ترمذي شریف)

د روژې ګټې او فايدې

دروژې په نیولوکې بې شمېره ګټې دي د هغې له جملې څخه یې څوپه لاندې ډول لیکم
(۱) روژه دالله تعالی حکم منل دي مؤمن ته داسې ثواب په ورکول کېږي چې حد اواندازه نه لري

(۲) روژه دسترواخلاقو مدرسه ده چې مؤمن په ډېروښواخلاقو ورسره عادت کېږي

(۳) دنفس سره جهاد دی

(۴) دخواهشاتو اوشیطاني وسواسو مقابله اومقاومت ده

(۵) په سختیو،مشکلا تو، اوتکلیفونو دصبرنسخه ده

(۶) دمعدې قوت اوروغتیا زیاتوي

(۷) روژه دامانت درس اوسبق ده

(۸) روژه اراده ټينګوي

(۹) د ذهن صفایي ده

(۱۰) روژه دپابندی درس اوسبق ورکوي ځکه چې خوراک څښاک په ټاکلي وخت کې وي

(۱۱) روژه په مسکینانو دمهرابانۍ سبب ده ځکه چې دلوږې اوتکلیف په وجه دمسکینانوتکلیفونوته هم پام اوتواجه ګرزېږي

(۱۲) دفقیرانوسره برابري ده(فقه اسلامي وا دلته )

د روژې سنتونه او ادابونه

روژه ډېراداب اوسنتونه لري څوضروري یې په لاندې ډول دي
(۱) ژبه او اندامونه دفضول خبرو اوکارونوڅخه ساتل اګرکه په هغوی کې ګناه نوی. اما دحراموخبروڅخه لکه غیبت چغول خوری ،دروغ ، وغیره څخه ژبې ساتل واجب دی.

(۲) دهغه روا اوجائز خواهشاتو اوخوندونوپرېښودل چې روژه نه ماتوی لکه دګلانو بویه ول اوداسې نور

(۳) په خپل اهل عیال اودکورپه خلکو باندې پراخي کول (یعنې دنعمتونوزیاتوالی راوستل )

(۴) خپلوخپلوانوسره ښېګړې او احسانات کول

(۵) مسکینانواوفقیرانوته صدقې ورکول

(۶) خپل وخت دعلم په زدکړه ،قران مجید تلاوت ،ترجمې کول ،درس تدریس کې مصرف کول اوتېراول

(۷) پیشمنی کول اګرکه داوبوپه یوه غوړپ هم وي

(۸) پیشمني دشپې په اخري حصه کې کول

(۹)په روژه ماتي کې تلوار کول خوچې دلمرډوبېدل یقيني شي

(۱۰) په کجوره (خرما)یاپه خواږه شي ،اویاداوبوپه غوړپ باندې ماتول

(۱۱) دماښام لمانځه نه مخکې افطار(روژه ماتول )

(۱۲) دروژې دماتولوپه وخت کې دغه دعاء لوستل (اللهم لك صمت وعلى رزقك أفطرت)

(۱۳) نورو روژه دارو ته روژه ماتی ورکول اګرکه کجوره یا داوبوپه غوړپ هم وي

(۱۴) که دشپې لخواڅوک جنوب شي دسهارله راختلو وړاندې غسل کول

(۱۵) اعتکاف کول

د روژې مکروهات

په روژه کې ډېر مکروهات دي چې د هغې له جملې څخه یې څو په لاندې ډول لیکم

(۱) دپیشمنی روسته کول ترهغه وخته چې په هغه کې شک پیداکیږی

(۲) بغیردشرعي عذر څخه دڅه شي څښل

(۳) خوله کې لاړې جمعه کول اوبیایې بېرته تېرول

(۴) مضمضه استنشاق یعنې خوله یا پوزه کې په اوبو اچولوکې کوښښ اومبالغه کول

(۵) د اودسه څخه بغیرخولې پوزې ته اوبه اچول

(۶) ښځه ښکولول ،ځان له هغې سره لګول ، غیږ ورکول چې په خپل ځان باندې دجماع اوانزال کېدو باور نه لرې

(۷)خپل ځان په داسې کارکې لګیا اومشغول کول چې دضعف اوکمزوری ویره اوخطره وي

(۸) روژه کې دغاښونو کریم استعمالول

(۹) دوینې اوباسل چې کمزورتیا ترې راځي (هندیه ،النتف فی الفتاوی ،امدادالفتاوی ،رفعت قاسمی ،فتاوی حقانیه )

په کوموڅیزونو چې روژه ماتیږي

هغه شیان چې روژه پرې ما تیږی اوفاسدیږی څوضروري يې په لاندې ډول دي

(۱) دنسوارو اچول اواستعمال (فتاوی حقانیه ،فریدیه ،فقه اسلامي)

(۲) په پوزه دنسوارو استعمالول یعنې سڼ کول (فتاوی حقایه )

(۳) سیګرټ ،چیلم ،چرس څکول (فتاوی حقانیه ،فقه اسلامی ،بدائع ،ردالمحتار )

(۴) دګربتي،عود لرګی لوګئ قصدا کش کول اوتېرول (مسائل رفعت قاسمي)

(۵) رنګین تاریاجامه چې په خوله کې يې اړوې راړوې اودهغه رنګ لاړو سره ګډ شې اوهغه لاړې یې تېرې شي (امدادالفتاوی ،رفعت قاسمي )

(۶) په غوږونوکې لنده دوایي اوتېل اچول (رفعت قاسمي)

(۷) دساه بندی دکنټرول لپاره خاص پمپ (انهیلر) استعمالول (فتاوی حقانیه ،فریدیه)

(۸) دبل کس توکاڼې(لاړې) تېرول یا خپلې توکاڼې په لاس باندې غورځول اوبیا بېرته تېرول

(۹)په وخت دمضمضې (یعنې خولې ته ابواچولو) اواستنشاق(یعنې پوزې ته ابو اچولو)کې په خطایي سره دابو تېرېدل (رفعت قاسمی)

(۱۰) دیو شي دڅښلو په وخت کې تېرېدل

(۱۱) دماښام د را ختلو نه مخکې په دې نیت خوراک کول چې ماښام راختلی ده اوحال داچې ماښام نوی راختلی.

(۱۲) پوزې ته دوایي اچول چې خېټې ته لاړه شي

(۱۳) دښځې حیض (میاشتینی مرض)

(۱۴) نفاس یعنې د اولاد پیداکېدوڅخه وروسته دښځینه خاص مرض

(۱۵) ښځې سره دلاس لګولو اویا ښکلولو په وخت کې انزال (مني تلل)

(۱۶) استمناء (په لاس سره مني اوباسل (النتف فی الفتاوی ،هندیه ،ردالمحتار)

(۱۷) په ډکه خوله قی ،ولټي ،قصدا په زوره یې چې وکړې اګرکه واپس تېرهم نشي

(۱۸) په ډکه خوله بغیردقصده قی کول دچڼې یا دهغې برابر واپس قصدا تېرول ،له دغه اخري دووصورتوبغیرقی کول روژه نه فاسدوي (بحر ،ردالمحتار ،احسن الفتاوی )

د یوم الشک (دشک په ورځ روژه نیول څه حکم لري؟

(۱) مسئله : دکوم شخص چې دمیاشتې په اول او اخر کې د روژې نیول عادت وي د هغه لپاره دشک په ورځ (چې دشعبان په ۲۹ تاریخ میاشت دوريځې له امله ښکاره نه شي) دیوې یا دوو روژو نیول نه دي مکروه (البحرالرائق)

(۲) مسئله : داسې نیت کول چې که صبا د رمضان روژه شوه زمابه فرضي روژه وي اوکه نه بیا به نفلي وي دارنګه نیت کول او روژه نیول مکروه اوناجائزدي (امدادالفتاوی درالمختار مع ردالمحتار)

(۳) مسئله : دشک په ورځ دې عام خلک ترزواله ( ترنیمې ورځې )پورې انتظاروکړي که چېرې شاهدان تېرشي (یا رمضان یقیني ثبوت کړی شي)نودروژې نیت دې وکړي اوباقي ورځ دې روژه ونیسي اوکه چېرې د رمضان دمیاشتې ثبوت ونه شي بیا د عام خلک روژه نه نیسي بلکه ماته ديې کړي (ردالمحتار)

(۴) مسئله :که یوه شخص دراډیو یادبل خبرپه اعلان فرضي روژه ونیوله بیا سهار معلومه شوه چې اعلان غلط وه نو درمضان په نیت فرضې روژې نیول مکروه تحریمي دي اوماتول یې واجب دي (احسن الفتاوی ،ردالمحتار)

د تراوېحو حکمونه

(۱) په رمضان المبارک کې ۲۰ رکعته تراوېح دماسخوتن فرضو اوسنتو وروسته په جمعه سره سنت مؤکد دي.

(۲) په تراوېحو کې دټول قران کریم ختم کول سنت دي.

(۳) که دکوم کس څخه څورکعته تراوېح پاتې وي نو دامام سره دې په جمعه وتروکړي بیادې ترواېح پوره کړي ځکه تراوېح دوتروڅخه وروسته هم کېږي

(4) كه تراوېح د ډېروکسانوڅخه دماسخوتن لمانځه سره قضاء شوې دتراوېحو قضایي نه راوړل کېږي (البحرالرائق)

(5) تراوېحوکې قرآت دومره په بېړه ویل چې کټ او وران شي ،حروف یې صاف واضېح نه اداء کېږي مکروه ده اوګناه ده اګرکه دقوم ستړیاهم وي (بحر،ردالمحتار)

(۶) په تراوېحوکې دبیړې یا دخلکودستړیا له وجې ثناء (سبحانک اللهم ) اواعوذ،اوبسم الله، تسبیحات ، اخرکې درود،پرېښودل مکروه دي (بحر،ردالمحتار،رفعت قاسمي)

(۷) دنابالغ هلک بالغوکسانو ته امامت کول جائزندی خوکه نابالغو ته یی کوی بیاجائز ده (امدادالفتاوی ،هندیه )

(۸)دڅلورو رکعتو روسته یعنی د دوو ترویحومینځ کې تسبیح لوستل په ورو اوټیټ اواز بهتردی مقتدی اوامام دواړو لپاره (فتاوی حقانیه)

(۹) د دوو راکعتو تراوېحوپه منځ کې دا دوعاء لوستل افضل دي (سبحان ذی الملک والملکوت الخ ) (فتاوی حقانیه )

(9) تراوېح دروژې تابع ندي کوم خلک چې دڅه عذرنه روژه نه نیسي دهغه لپاره تراوېح کول هم سنت دي (مسائل رفعت قاسمی ،مظاهرحق)

(۱۰) امام لپاره دومره په زوره قرآ‌ءت لوستل مکروه اومنع دي چې ضرورت ورته نه وي مقتدیان یی ترهغه په ټیټ اوازهم اورېدلی شي (ردالمحتار،مراقی الفلاح ،مجموع الفتاوی لرفعت قاسمي)

(۱۱) تراوېح اولمونځ په لاؤډسپیکرکې کول چې دنوروخلکودلمانځه تلاوت خوب وغیره دګډودئ سبب ګرځي اوخلکوته داذیت سبب وي مکروه ناجايزدي (فتاوی فریدیه )

(۱۲) دداسې هلک امامت چې بالغ وي لېکن ږیره نه لري اوښايسته وي دهغه په کتلوسره دخلکو د شهوت احتمال وي که هغه عالم اوحافظ هم وي دهغه امامت مکروه ده(مجموعة الفتاوی رفعت)

د رمضان روژو سره تړلي څو ضروري حکمونه

(۱) که صبا راختلی وو اویوه سړي خپلې بي بي سره په دې نیت جماع وکړه چې له تراوسه شپه ده یایې په دې نیت پيشمنی وکړو یایې اوبه وڅښلې نو قضا یي په لازمه ده کفاره ورباندې نشته خو ټوله ورځ به خوراک اوڅښاک نه کوي (ردالمحتار)

(۲) دفصل رېبلو(یاداسې کارچې ډېردروندوي او(شرعي هغه څه عذرنه وي ) دروژې دنه نیولولپاره شرعي عذر نه دی (یعنې روژه نه نیول ورته جايزندي ) ځکه چې نن صباجدید الات درېبلو لپاره موجود دي (فتاوی حقانیه بحواله هندیه ،ردالمحتار)

(۲) دروژه ماتي له وجې دماښام په لمانځه کې پینځه ۵ یا اووه۷ دقیقې تآخیر پروا نه لري بلاکراهته جايزده البته که په کورونوکښې روژه ماتوونکي خلک جومات ته نه رسېدو نو لس

(۱۰) دقیقې تآخیر هم صحیح ده ترلمانځه وړاندې دروژې ماتولو څخه پوره ځان مړول مراد ندي البته فقط کجورې وغیره خوړل مراد دي وروسته ترلمانځه بیاځان مړول په کاردي (فتاوی رحیمیه ،امدادالاحکام ،الفقه الاسلامي ،مجموعة الفتاوی ،فقه العبادات ،کفایة المفتي ،فتاوی حقانیه)

(۳) دپيشمني د بندولولپاره اوازیا اعلان کول جايزدي (چې زمونږعلاقو کی رواج ده ) خو دا اعلان به سنت (ضرور)نه شمارې(فتاوی رحیمیه)

(۴) دپيشمني د ختم کېدو وخت دصبح صادق یاصباء رختلو پورې تعلق لري اذان لره اعتبارنشته (لهذا دپيشمني دختم کېدو د اعلان سره جوخت خولې بندول ضروري دي اذانونه دصباکېد وروسته کېږي (فتاوی رفعت قاسمی )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د