افغانستان

په کابل کې د حکمتیار لومړی خبري کانفرانس / لنډ ټکي او ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له هغه وروسته چې کابل ته راغلی دی، د لومړي ځل لپاره خبري کانفرانس ته وینا وکړه.

نوموړي په خبري غونډه کې د ګډحکومت اوسني نظام څخه کلک ملاتړ وکړ او وې ویل هیڅ کله به چاته اجازه ورنه کړي چې دغه نظام ړنګ او یا هم ضرر ورته ورسوي.

نوموړي د جمعې د ورځې پر لاریون کوونکو تور ولګوی چې د وسلو سره یې غوښتل پر ارګ تیری وکړي چې په وینا یې هیڅ کله د منلو نه دی. او زیاته یې کړه: هیڅ څوک په زور د حکومت نیولو حق نه لري او نه څوک د سړکونو بندولو حق لري.

حکمتیار وویل چې اوسنی نظام چې څرنګه دی، پر همدې حالت ما ته د منلو دی او په همدې حالت یې باید ولس ومني.

نوموړي وویل چې د افغانستان دښمنان د سولې پر ضد دي حتی هغوی د حکومت او حزب اسلامي سولې څخه راضي نه دي.

د حزب اسلامي مشر په راتلونکو انتخاباتو کې خپل کاندید ته په اشاره وویل، داسي کس به انتخاب کړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

نوموړي د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ چې د «تروریزم» ملاتړ ونه کړي خو په مشخصه یې د کوم هیواد نوم وانه خیست.

https://www.youtube.com/watch?v=EDORNxpHSGM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

حیرانوونکی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! هغه څکومت چه حکمتیار ورته دا شپاړس کاله په ډیر طمطراق غلامه ، ناوړه او فاسده اداره ویله په ضد یی (د شهادت ورځپانه کی چه پشاور کی ازاده چلیدله ) جهادی شعارونه زمزمه کول ، او نن وایی چه د کابل هماغه غلامه، ناوړه او فاسده او ویشل شوی اداره د منلو وړ ده . زه له حکمتیار پوښتنه لرم چه کومه فتوی یی سمه او کومه یوه یی ناسمه ده، دی لمړی فتوی کی په پیغمبری مبعوث او اوس تری شیطان او که اوس پیغمبر او مخکی شیطان جوړ شوی وو په کار دادی چه د… نور لوستل »

مولوی شهباز

حکمتیار صاحب خو ډیر کوشش وکړ چی دامریکا دمقابلی لفار ګډه جبه جو ړه کړی خو طالبانو ونه منله او دحکمتیار مخه نیوله نو مجبو ر شو بله لاره نه وه ۱۶ کاله یی طالبانو سره مذاکری وکړی خو طالبانو فه دی مورد غرور نه کار واخیست۰۰۰

نا پيژاند

که اخلاص پکښ وو نو د يوه سپا هى په توګه سره به طالبانو سره به يو شوۍوو،آيادالله تعالى د وړاندي داعذر کافى دۍ چه طالبانو مشرى نه راکوله نو ځکه کفرسره يو شوم يا ستا په اند يو جبهي ته ئ غاړه نه ايښوده

غوربندی

مولوي صاحب

که تاسو رښتیا هم مولوي یاست نو دا تمه ستاسو څخه نه کیژي چې د مقاومت لپاره “ګډ” توری وکاروی.

غرور خو حکمتیار صاحب وکړ چې واحد صف کې جهاد ورته کسر شان برېښېده او طالبان یې د خپل جهاد په پیل کې ناپیدا یا ماشومان یاد کړل.

تاسو د کوم علم او عقیدې له مخې د ګډې جبهې یا ګډ صف خبره کوی او یا دا چې پرې قانع یاستی؟

اوس چې د مرداریو د ډنډ برخه شو، تمه شته چې د طالبانو سپېڅلتیا درک کړي او په دا سپینه ږیره توبه وباسي.

نا پيژاند

مولوی شهباز صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! . مجاهد ورور ( حکمتیار ) د باګرام دوره کی د حقیار که د حقمل مستعمار نوم کارولو کله جه یی د دارلامان بنګلی ته هجرت وکړو او د داعشی ملیشو مشر شو کیدی شی بل نوی مستعار نوم یی ځانته غوره کړی وی . که شهباز مولوی هسی مستعار نوم نه بلکه دعقیدی او عمل عالم او متقی شخصیت وی کولی شی زمونږ څو پوښتنو ته ځواب ولیکی لمړی، د سوړ جنګ د غلامی تړون د لاسلیک کولو په اړه معلومات راکړی [ سوړ جنګ یعنی د روسانو او… نور لوستل »

مولوی شهباز

اول خو داچی حکمتیار صاحب دهغو اربکیانو طرفدار نه وه او نه ده چی دمسلمان فه مقابل کی وجنګیږی دوهم داچی هغه مجاهدین چی د طالبانو فه مقابل کی اربکیان شول مجبور شول چی نه طالبانو فری شودل او نه حکومت او امریکا او نه طالبانو فه هغه صورت کی دجهاد صف کی له ځان سره پریشودل چی حتی ددوی تر چتر لاندی جهاد وکړی دریهم دا چی حکمتیار ځکه لغمان کی ظاهر شو چی دلغمان فشی مجاهدینو سره دلغمان غروکی وه او تاسو ته معلومه ده چی حزب فه لغمان کی دیر خلک لری والسلام له تعصبه لری

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x