افغانستان

شاهد: په افغانستان کې د جګړې د دوام عامل امریکا ده

نن ټکی آسیا: د سولي د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن په کابل کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل،چې په افغانستان او سېمه کې د جګړې د دوام او اوږدېدا اصلي لامل امریکا ده .

نوموړي چې نن يې په کابل کې د افغانستان او سیمې د سولې د ټينګښت په باب یوه نړیوال کانفرانس ته کولې، د القاعده نړیوالې جهادي شبکې مشر اسامه بن لادن ته هم د شهید خطاب وکړ او زیاته یې کړه،چې که امریکا افغانستان ته د القاعده د کمزوري کولو او د مشرانو په له منځه وړلو پسې یې راغلې وه، نو خو دا دواړې موخې یې ترلاسه کړي دي.
ښاغلي شاهد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هغوی ته نور هیڅ منطق په افغانستان کې د پاته کېدا اجازه نه ورکوي.
نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټينګښت په نړېوال سیمینار کې وکړې.
په دې سیمنارکې د افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکېې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو برخه اخیستې وه.
شاهد همداراز د سولې عالي شورا، ولسي جرګې، مدني ټولنو او د هېواد له نورو مطرحو څېرو څخه وغوښتل چې د سولې په پروسه کې بشپړه همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x