طالبانو په خاص روزګان کې ۵ پوستې نیولي او پر مخ روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولایت محلي چارواکي وايي چې له تیرو دوو ورځو راهیسي د خاص روزګان په ولسوالي کې جګړې رواني دي چې له امله یې تر اوسه ۵ پوستو سقوط هم کړی دی او طالبان نور هم پر مخ روان دي.

د خاص روزګان امنیه قومندان عبدالصمد رسنیو ته ویلي چې ددوی ځواکونه له تیرو دوو ورځو راهیسي په ولسوالۍ کې محاصره دي.

نوموړي ویلي چې د خاص روزګان له قلعه خور سیمې څخه یې تکتیکي شاتګ کړی او پنځه پوستې یې طالبانو ته خوشي کړي دی تر څو د دغه پوستو عسکر د ولسوالۍ د مرکز څخه دفاع وکړي.

امنیه قومندان وړاندي ویلي که چیري د مرکزي حکومت له لوري ددوی سره کومک ونه شي، د خاص روزګان ولسوالي به د طالبانو پر لاس سقوط وکړي.

که څه هم طالبانو د خاص روزګان پر ولسوالۍ له ډېره وخته لاره بنده کړې ده خو د وروستیو جګړو په اړه یې نن ورځ څه نه دي ویلي.

خو په یوه بل خبر کې چې د طالبانو پر وېب پاڼه الاماره باندي نشر شوی، ویل شوي چې د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ اړوند د زرتالې په سیمه کې د یوې پوستې قومندان «دریاب» د یوه رینجر موټر او ډېرو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د