د قطر امیر د حماس او حرکة فتح د مشرانو په منځ کې

قطر د حماس یو شمېر مشرانو ایستلو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د فلسطین په غزه ښار کې د حماس ډلې یو شمېر سرچینو د روسیا الیوم اژانس ته ویلي چې قطر پر ځان باندي د فشار کمولو په خاطر د حماس یو شمېر مشرانو ته د قطر پرېښودلو وړاندیز کړی دی.

دغه سرچینو ویلي چې قطر د حماس ډلې ته یو لیست ورکړی دی چې په هغه کې د هغو کسانو نومونه درج دي چې باید له قطر څخه ووزي.

باید وویل شي چې حماس ډله په قطر کې یوازینی سیاسي دفتر لري چې له همدې ځایه خپل سیاسي او رسنیز تحرکات کوي.

تر اوسه د قطر رسمي موقف د حماس ډلې علني ملاتړ دی، خو د شنونکو په نظر قطر نه شي کولای چې په یوازي سر په یوه وخت کې د امریکا، اسرائیل او خپل شاوخوا خلیجي هیوادونو تر فشار لاندي ډېر وخت ګوزاره وکړای شي.

په دې وروستیو کې د امریکا او اسرائیل په شمول سعودي ، امارات او مصر پر قطر باندي فشار واردوي چې د حماس ډلې د حمایت څخه لاس واخلي.

حماس اسلامي ډلې د انتخاباتو تر ګټولو وروسته د فلسطین په غزه ښار کې خپل حکومت جوړ کړ خو د حرکت فتح له لوري د نړیوالو په ملاتړ د حماس ډلې حکومت غیر مشروع اعلان شو او تر اوسه د فلسطین رسمي نمایندګي د محمود عباس په مشري د حرکة فتح ډله کوي کومه چې د اسرائیل، امریکا او مصر له لوري حمایه کیږي.

په سعودي کې ټرمپ د مسلمانو هیوادونو ولسمشرانو په مخکې د حماس ډله یوه تروریستي ډله وبلله او غوښتنه یې وکړه چې د مسلمان هیوادونه باید د تروریستي ډلو د ملاتړ څخه لاس واخلي.

په غزه کې د سیاسي چارو یوه کارپوه روسیا الیوم تلویزون ته وویل چې د حماس پر وړاندي یوازي ایران پاته دی چې کولای سي هم ددغه ډلې ملاتړ وکړي او هم د نړیوالو فشارونو ته جواب ورکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

زما د اسلامی سیاسی معلوماتو دارزونو له مخی : دا دالهی ازموینو یا د انسانی ، حیوانی او بلاخره د د ژوندو او غیر ژوندو ستوری ( زمکی ) د زوند اخری شیبی دی یعنی دجالی شاهنشاهی تر هغه کچی لوړه شوی چه له امله به یی ډیر ژر مهدی ع او عیسی ع د ظهور او د دجال د محوه کولو شیبی په د ګوتو په شمار ورځی ، میاشتی یا کلونه وی والله اعلم . قطر د مسلمانانو د پناه اخستلو یواځنی اسلامی هیواد پاتی شوی وو ، په هغه هیواد هم لوی دجال د کوچنی دجالانو به… نور لوستل »