نړۍ

د ایران په بریدونو کې د قربانیانو شمېر پورته شو، بریدګر ایرانیان وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ایران د استخباراتو وزارت اعلان کړی چې پر پارلمان او د خمیني پر مزارې بریدګر ایرانیان وه او د اسلامي دولت ډلې «داعش» سره یې بیعت کړی وو. او زیاته کړې چې د هغوی څخه اقلا ۵ تنه یې په عراق او سوریه کې هم جنګېدلي وه.

دخبرپاڼې سره سم ددغه ګروپ د مشر نوم «ابوعائشه» وو چې څه موده مخکې دایراني ځواکونو سره پولې ته نیژدې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د پيښې په تړاو ۵ مشکوک کسان نیولي دي.

بل لوري ته د ایران د روغتیا چارو وزارت اعلان وکړ چې د دواړو بریدونو د مړو شمېر ۱۶ تنو ته پورته شو او په لسګونو نور ټپیان دي.

باید وویل شي چې د ایران سیاسي او دیپلوماتیکو سرچینو پر سعودي او امریکا تور پوري کړ چې په ایران کې د امنیت خرابولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x