شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

صدقه دې شم او تانه دې خیرات شم
مړ دې شمه، خو چې ستا په ملاقات شم

که نظــر دې د کــرم راباندې وشي
نه به شمه بېنوا ، نه به میرات شم

ستا له نوره ډک حَسین مخ ته چې ګورم
له خپل رب سره مې سر په مناجات شم

نه پوهېږم څه بلا راباندې وشي!؟
یاره ته چې راته راشې درته مات شم

مرم، اوبه اوبه خولګۍ دې راته راکړه
که ژوندی چرته په دې آبِ حیات شم

نور به څه زما په مرګ وشي قاتله!؟
خو د خدای لور ته ورغلو کې به زیات شم

د ډهلي د تخت هوس مې زړه کې نشته
غواړم! وړونکی ستا د زړه د سومنات شم

“خدرخېل” ځکه دا ستا د دَر ملنګ شوم
که لایق دې د غومبورو د “زکات” شم

ــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۶/۳/۱۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x