افغانستان

کرزی : د زندانیانو د خوشي کېدا موضوع له امریکا سره هېڅ اړه نلري

نن ټکی آسیا: ولسمشر کرزي نن له غرمې وروسته د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د بګرام له زندانه د ۶۵ بندیانو د آزاديدو په باب د امریکا او ناټو نیوکې بې ځایه وبللې او ویې ویل،چې امریکا د افغانستان په قضایي چارو کې د لاسوهنې حق نلري.

ښاغلي کرزي،چې نن يې په انقره کې د افغانستان،پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزې سرمشریزې په پای کې وینا کوله، نن د خوشي شویو بندیانو په اړه د امریکا او ناټو نیوکه بې ځایه وبللې.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان یو مستقل هېواد دی ؛نو ځکه باید امریکا زموږ د قضا پریکړو ته احترام او قضايي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او د مزاحمتونو له ایجادولو دې لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x