شعـــــرونه

مناجات/مسلم يار

مسلم يار

خدايه ته مې معاف ګړې ګنهګار يمه
ستا په در کې ناست يم خطاکار يمه

زه درنه معافي غواړمه يا ربه
پټ په ګناهونو کې بسيار يمه

نه غواړم دنيا او دولت نه غواړم
زه ستا د رحمت ډېر اميدوار يمه

شکر خدايه شکر دى ډېر شکر دى
ستا په بندګانو کې چې شمار يمه

خدايه کړه شهيد مې ستا په لاره کې
ډېر له ستړي ژونده ناقرار يمه

سر مې په سجده کې درته ايښى دى
تا ته په زاريو په بار بار يمه

تل به {مسلم يار} درته زاري کوم
څه وکړمه زه خو ډېر ناچار يمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x