افغانستان

په مئ میاشت کې د طالبانو سره ۳۱۸ دولتي منسوبین یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون وایی چې د روان میلادي کال په مئ میاشت کې ددوی سره ۳۱۸ تنه ددولت مامورین او عسکر یو ځای شوي دي.

په یوه خبرپاڼه کې چې په دغه مناسبت پر الاماره وېب پاڼې نشر شوې، ویل شوي چې دغه کسان «د حقایقو په درک کولو له دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یو ځای شول».

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه کسانو له ځانه سره وړې او لويي وسلې او نور مهات هم له ځانه سرا راوړل.

یاد کمیسون د تسلیم شویو کسانو بشپړ معلومات په پي ډی ایف فایل کې پر خپله وېب پاڼه باندي نشر کړي دي. (پي ډی ایف فایل).

باید وویل شي چې وړمه ورځ هم د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې پوستې قومندان د یوه رینجر، راکټ، دوه کلاشنکوفونو او نورو وسلو سره تسلیم شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x