نړۍ

د اسرائیل سفیر: مونږ او عرب د قطر پر ضد متحد یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په واشنګټن کې د اسرائیل پخواني سفیر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په منځني ختیځ کې نوې فضا ده، نور د اسرائیل او عربو تر منځ شخړه پای ته رسیدلې، اوس اسرائیل او عرب هیوادونه د قطر په ملاتړ د تروریزم پر ضد سره متحد شوي دي.باید وویل شي چې امریکا او اسرائیل په فلسطین کې یوازینی اسلامي او مقاومت کوونکې ډله «حماس» تروریستي ډله بولې.

قطر چې د حماس ډلې تر ټولو لوی ملاتړی هیواد بلل کیږي، پر ضد یې سعودي، امارات، بحرین او مصر اقتصادي بندیزونه لګولي او دیپلوماتیکي اړیکې یې ورسره پرې کړي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په فرانسه کې په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې تر څو قطر د حماس او اخوان المسلمین ډلې ملاتړ کوي، د سعودي او خلیجي هیوادونو له لوري به بندیزونه باندي پاتې وي.

باید وویل شي چې پر قطر باندي د بندیزونو وروسته د اسرائیل جګپوړي چارواکې او رسنۍ د خلیجي هیوادونو موقف ستايي او د تروریزم پر ضد یې مثبت قدم بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x