افغانستان

د امریکا سفیر د اعتراض کوونکو ملاتړ او د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د کابل کې د امریکا سفیر «هوګو لارنس» ویلي چې د اعتراض کوونکو او لاریون کوونکو غوښتنې د ولس غوښتنې دي.

نوموړي ویلي چې په دې اړه باید تحقیقات وشي چې څرنګه دغه سوله ییز لاریون په تاوتریخوالي بدل شو او ولي ډزې باندي وشوې.

نوموړي وویل چې دا یو دیموکراتیک عمل وو، باید مشخصه شي چې څرنګه په تاوتریخوالي بدل سو.

لارنس همداراز ویلي چې د افغانستان حکومت باید د پارلمان ټاکنې پر وخت تر سره کړي.

باید وویل شي چې د تیرې جمعې په ورځ دولتي ځواکونو پر یوه لاریون هغه ډزې وکړې چې غوښتل یې د ولسمشریزي ماڼۍ ارګ پر لور حرکت وکړي.

لاریون کوونکو د امنیتي ادارو مسؤولین بې کفایته وبلل او د هغوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې کول. خو د کابل ګارنیزون عسکرو باندي ډزې وکړې او اته کسان یې ووژل چې وروسته د یوه ګډونوال په جنازه کې ۳ چاودنې وشوې او ۲۱ کسان نور ووژل شول.

لاریون کوونکې اوس هم پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي او د کابل په ښار کې یې څو ځایه خیمې درولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x