افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر «صلاح الدین رباني» د خپل حکومت تخریب ته کار ویلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د بهرنیو سفیرانو سره په ملاقات کې د ګډحکومت پر ضد خپل د موقف څخه دفاع کړی او په امنیتي سکتور کې اصلاحات یې ملي اړتیا بللې ده.

نوموړي په کابل کې د برتانیې د سفیر «جیمز رابرټ جرمي» سره د لیدني پر مهال هغه ته د کابل، هرات او خوست د بریدونو په اړه معلومات ورکړي دي او ورته ویلي يې دي چې دغه بریدونو څخه دا جوتیږي چې زمونږ غوښتنې پر ځای دي، د تروریزم سره د مبارزې لپاره په امنیتي ادارو کې بدلون یوه «ملي اړتیا» ده.

د ایراني سفیر سره ملاقات

صلاح الدین رباني همدارز په کابل کې د ایران د سفیر سره کتلي دي او د هغه سره یې په ایران کې د وروستیو بریدونو غمرازي کړې. نوموړي د خوست، هرات او کابل د بریدونو یادونه هم ورته کړې او خپل موقف یې ورته تکرار کړی دی.

د ملګروملتونو د یوناما ادارې مشر یاماماتو سره ملاقات
د فرنسوي سفیر سره ملاقات
د ترکي سفیر سره ملاقات

صلاح الدین رباني همداراز نن د ملګرو ملتونو د یوناما مشر «یاماماتو»، د اورپايي ټولنې استازي، د ترکیې سفیر او د فرانسوي سفیر سره ملاقاتونه کړي دي او ټولو ته یې همدا خبره کړې ده.

یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه سفیرانو غوښتل د رباني او ګډحکومت تر منځ منځګړیتوب وکړي، ځکه چې د نوموړي غیر حاضري د سولې لپاره د «کابل پروسه» هم ناکامه کړه.

باید وویل شي چې صلاح الدین ربانيدرې ورځې وړاندي د یوه خبري کانفرانس له لاري د ګډحکومت څخه وغوښتل چې د امنیتي ادارو مسؤولین ژر تر ژره بدل کړي او د وروستیو پيښو په اړه سم تحقیقات وکړي.

تر هغه مخکې رباني پر خپل فیسبوک لیکلي وه چې په نظام کې دننه تروریستان به معرفي کوي، او بیا یې په خبري کانفرانس کې په ځانګړي ډول حنیف اتمر ته په اشاره وویل چې ولسمشر باید هغه له دندې وشړي. خو ولسمشر اشرف غني د نوموړي خبرې په کلکه رد کړي او ویلي چې حنیف اتمر خپل کار په پوره امانتدارۍ کوي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت چارواکې چې پر دوه جلا جلا ډلو پوري تړلي دی، هر یو د خپل موقف څخه د خپل کار په ساحه کې دفاع کوي او د مقابل اړخ تخریب کوی، چې له امله یې د شنونکو په نظر ګډحکومت د نړۍ په وړاندي د خندا وړ ګرځېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کشکی په دغه ستمی او غلام دغه صلاح الدین نوم نه وی کیښودل شوی صلاح الدین ایوبی د اسلامی خلافت پانی او ربانی د خپل پلار ربانی په شان د ځان ، اسلامیت او افغانیت پلورونکی دی . که یی نور ټول د غلامی ، فساد او بی کفایتیو دوسیه وتړو او بیطرفه قضاوت وکړو لمړی د دی لیکنی دغه عنوان [ د خپل حکومت تخریب ته یی کار ویلی دی ] بیځایه دی ، ربانی، سیاف، حکمتیار، مجددی ، کرزی، غنی او د دوی نور ملګری د ترکی، نجیب ، کارمل ، نجیب او د هغو د ملګرو په… نور لوستل »

Karwan

بیانزی صاحب سلامونه او احترامات می ومنی،
کورمو آباد او ژوندی اوسی . دغه حقیقت چه تاسو لیکلی زه ئ سل په سلو کی تاید کوم. تول وطن همدغو خلکو خراب کر..
مننه ستاسی ورور کاروان

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x