دبادامو خوړل شوګر اودزړه دناروغی په مخنوی کی زیات رول لوبوی

wen-fig-almondدیو څیړنی په اند په ورځڼی خوراک کی دبادامو شامولول ددوهم نمبر شوګر په مخنوی کی زیات کمک کوی.
حال داچی د شو ګر له ۹۰ څخه بیا تر۹۵٪ پوری ټولی ناروغی ددوهم نمبر شوګر په درجه بندی کی راځی.
دبادامو خوړل دشوګر څخه علاوه دزړه دوالونو اودجسم داعضاوو په کارکردګی کی هم غټ رول لوبوی .
دشوګر ناروغان دګلوکوز له کمبودی سره مخامخ کیږی، او هغه وړتیا یی کمیږی کوم چه دهارمونز به استعمالولو سره ګلوکوز وحجراتو ته انتقالوی او وروسته یی په انرجی باندی تبدیلوی.
که چیری شوګر په وخت سره تداوی نه شی ګلوکوز اوچربی په وینه کی پاتیږی او دوخت په تیریدو سړه دبدن دمهمو اعضاوو د شنډ کیدو سبب ګرځی.
هغه څیړنه چه په متحده ایالاتو کی د نیوجرسی دداخله اودغاښونو ناروغیو په پوهنتون کی دډاکټر میچل وین به واسطه  ترسره شوی وی، داثابته کړه، چه هغه کسان کوم چی په ورځنی خوراک کی به یی بادام خوړل دکولیسټرول مقدار په وینه کی نسبت هغه
کسانو ته ډیر کم وو کوم چا چی به په خپل ورځنی خوراک کی بادام نه خوړل.
دیو اندازی له مخی تنها په اروپا کی ۵۵میلیونه خلګ دشوګر په ناروغی اخته دی .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.