نادري ناولده

د اوباما ښځي د خپل مېړه اته کلنی راز افشا کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د امریکا د پخواني ولسمشر باراک ښځي د خپل مېړه اته کلن راز افشا کړ.

میشل اوباما چې د اته کلونو لپاره د امریکا لومړۍ مېرمن وه، د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د «آپل» شرکت په یوه غونډه کې ویلي چې که څه هم د لومړۍ مېرمني په صفت زه هر وخت په رنګا رنګ جامو کې را څرګندېدلم، خو مېړه مي په یادو اتو کلونو کې یوه جامه کالي او یوه جوړه بوټونه اچولي دي.

میشیل اوباما وویل چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اتو کلونو په دنده کې په ټولو رسمي مناسباتو کې همدا یوه جامه کالي او همدا یوه جوړه بوټونه کارولي دي، خو بیا هم چې هر ځل به هغه را څرګند شو، د رسنیو او چارواکو له لوري به ستایل کیدی او د «جون کینیډي» وروسته دوهم فیشني ولسمشر بلل کیدی.

میشیل اوباما وویل چې دا لومړی ځل دی، دغه راز افشا کوم، تر اوسه هم د اوباما دغه اړخ ته د رسنیو او یا نورو چارواکو پام نه دی اوښتی. او زیاته کړې چې اوباما په دغه کار سره ډېر خوښ وو.

باید وویل شي چې د برتانیې پخوانی لومړی وزیر «کامیرون» د خپل مسؤولیت پر مهال په یوه تلویزوني مرکه کې ولیدل شو چې شلیدلې جورابي يې په پښو وې، چې د نوموړي پر سادګي او خپل کار سره پر دلچسپي یې دلالت وکړ.

دغه حال د هغو هیوادونو ولسمشرانو او مسؤولینو دی چې پر نړۍ حکومت کوي، خو بل اړخ ته د افغانستان غوندي هیواد چې حتی د عسکرو معاش یې بهرنی ورکوي او د هیواد ټوله بودیجه یې په خیرات ده، په فیشن او ګران بیه جامو کې د نړۍ په سطحه نوم لري، د هر مناسبت لپاره ځانته جامې او ځانته بوټان اچوي او یو ځل کارول شوي جامې دوهم ځلي نه کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad Hamid Himat

ته نو اوس راشه زمونږ ګل مرچان عبدالله عبدالله وګوره چی سمه لکه نوی ناوی د ورځی لس ځله جامی بدلوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x