د قطر د بهرنیو چارو وزیر: محمد بن عبدالرحمن

قطر: تسلیمۍ ته تیار نه یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن نن د پنجشنبې په ورځ د رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې دوی به کله هم د بهرني هیوادونو ایجنډاوو ته تسلیم نه شي، بلکې خپله بهرنۍ پالیسي به لکه څرنګه چې د خپل هیواد لپاره مناسبه بولي، هغه سي پر مخ بیايي.

نوموړي ویلي چې د قطر سره د خلیجي هیوادونو اختلاف د سیمې امنیت ته ګواښ دی، قطر بیا هم په دیپلوماتیکه توګه ددغه اختلاف حل غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل: « مونږ تسلیمی ته تیار نه یو، مونږ به تر خپلې مستقلي بهرنۍ پالیسي هیڅ کله تېر نه شو». او زیاته یې کړه چې قطر تر اوسه د دښمن هیواد څخه هم داسي دښمنې نه وه لیدلې.

باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر په یوه ځل د قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او هر اړخیز بندیزونه یې باندي ولګول.

د سعودي او امارات تر تاثیر لاندي ځینو نور هیوادونو هم د قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې ختمې کړې او ځینو یې کمي کړي دي.

باید وویل شي چې د خلیجي اختلاف په لومړیو دوه شپو کې د کویټ امیر د منځګړیتوب هڅه وکړه، سعودي، امارات او قطر ته یې سفرونه وکړه، خو تر اوسه یې پایله نه ده څرګنده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دغو هیوادونو قطر ته هیڅ داسي معلومداره او ټاکل شوي غوښتنې نه دي وړاندي کړی چې خبرې باندي وشي.

نوموړي همداراز ویلي چې قطر خپل پوځونو ته هیڅ حرکت نه دی ورکړی، بلکې ټول ځواکونه مو پر خپل ځای دی، مونږ د نظامې جګړې توقع نه لرو.

باید وویل شي چې ځینو رسنیو خبر ورکړی وو چې ګواکي قطر خپل ځواکونه د سعودي سره پولې ته نیژدې ځای پر ځای کړي دی.

بلخوا ترکیې تېره ورځ هغه قانون تصویب کړ چې له مخې به یې دواړه هیوادونه یو له بل سره په نظامي چارو کې مرسته کوي او ترکي ځواکونه به په قطر کې پوځي اډې جوړوي.

په اقتصادي برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی به د نړۍ د ټولو هیوادونو چې په هغه کې امارات او سعودي هم راځي، خپل اقتصادي تړونونو ته احترام وکړي، پر امارات به د ګاز نل لیکه نه بندوي.

باید وویل شي چې د اماراتو برېښنا ۳۰ سلنه اړتیا د قطر په ګاز پوره کیږي.

نوموړي همداراز وویل چې ایران ورسره اړیکه نیولې او خپل درې سمندري بندرګاوي يې قطر ته وړاندیز کړي دي تر څو یوه ځیني اختیار کړي.

د یادونې وړ ده چې امارات او سعودي پر قطر باندي د ځمکي، هوا او سمندري لاري ټولې تړلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د