نړۍ

د ایران سره د متحده عرب اماراتو اړیکې تر قطر څو چنده ډیرې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): که څه هم په دې وروستیو کې سعودي او امارات د تروریزم ملاتړ تر څنګ پر قطر دا تور پوري کوي چې د خلیجي هیوادونو د پالیسۍ پر خلاف د ایران سره اړیکې پالي، خو د شنونکو په نظر د ایران سره د اړیکو تور د یادو هیوادونو له لوري د ولسي او امریکايي ملاتړ تر لاسه کولو لپاره دی.

په حقیقت کې متحده عرب امارات د ایران سره تر بل هر خلیجي هیواد زیاتي اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

ایران په وروستیو کې د امارات د یوه حکومتي شرکت «اینوک» څخه ۴ ملیارده او ۱۰۵ هغه ډالر تر لاسه کړه چې د اقتصادي بندیزونو له وجې په امارات کې بند پاته وه. پر ایران د اقتصادي بندیزونو سربېره د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت، ایران ته دا موقع ورکړې وه چې د هر راز سیمه ییز او نړیوال فشار څخه ځان وساتي. رسمي احصائيې جوتوي چې په تېر کال ۲۰۱۶ کې ددواړو هیوادونو تر منځ تجارت ۱۶ ملیارده ډالر وو، چې د ټول خلیج سره د ایران تجارتي تعامل ۹۰ سلنه جوړوي او پاته لس سلنه یې پر ټولو هیوادونو رسیږي چې په هغه کې هم د قطر برخه تر ټولو کمه ده.

د ایران تجارتي خونه وايي چې ایراني تاجران په متحده عرب اماراتو کې د ۲۰۰ ملیارده ډالرو پانګې لري. همداراز د ایران د مختلفو ښارونو او امارات تر منځ په اونۍ کې ۲۰۰ پروازونه کیږي.

د ایران پر حکومت د اقتصادي بندیزونو سربېره دغه هیواد په دبۍ کې د شخصي شرکتونو څخه په استفادې تل خپلې اړتیاوي پوره کړي دي. او د غربي بندیزونو د لیرې کېدو وروسته توقع کیږي چې د امارات سره به د ایران تجارت ۱۵ سلنه نور هم زیات شي.

دا په داسي حال کې چې ایران د متحده عرب اماراتو ۳ جزیرې د کال ۱۹۷۱ څخه اشغال کړي دي او امارات ددغه جزیرو پر سر باندی د ایران سره د دښمنۍ دعوه کوي.

د شنونکو په نظر پر قطر باندي د ایران سره د اړیکو تور هیڅ حقیقت نه لري، بلکې د قطر اړیکې کله هم دومره نه وې چې د سعودي او اماراتو اړیکې باندي خرابي کړي.
اکثره بې طرفه کارپوهان په دې نظر دي چې د قطر بهرنۍ پالیسي او په ځانګړې توګه په عربي پسرلي کې د اسلامي ډلو څخه د قطر ملاتړ امارات او سعودي قهرولي دي ځکه چې دغه دواړه هیوادونه وېره لري چې ورته پاڅون ددوی د حکومتونو پر ضد ونه شي. په تونس، لیبیا، یمن، سوریه او مصر کې د ولسي پاڅونونو د له منځه وړلو لپاره امارات او سعودي ډېر مصروفونه وکړه او اوس هم لګیا دي چې د عربي پسرلي په نامه دغه پاڅونونه د خپل ولسونو لپاره د عبرت نښان وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x