نړۍ

سعودي د قطر خیریه موسسې تور لیست کړې، قطر رد کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر د یو شمېر موسسو او اشخاصو نومونه په تور لیست کې شامل کړي دي.

د څلورو هیوادونو له لوري د لیست نشرولو تر څنګ ویل شوي چې د بنسټونه او شخصیتونه د تروریزم ملاتړ کوي.
قطر دغه ادعاوي رد کړي دي او ویلي چې د خیریه بنسټونو او شخصیتونو نومونه د تروریزم سره تړل هیڅ دلیل نه لري او بې ځایه تورونه دي.

په تور لیست کې د نړۍ په سطحه تر ټولو غټې خیریه دولتي او غیر دولتي موسسې هم شاملې دي، لکه «قطر الخیریه»، «موسسه عید الخیریه»، «مرکز قطر للعمل التطوعي»، «موسسة شیخ ثانی بن عبدالله للخدمات الانسانیه» او ځیني اشخاص لکه «شیخ یوسف القرضاوي»، دکتور عبدالرحمن بن عمیر النعیمي او ځیني نور مسلمان او مفکر شخصیتونه هم شامل دي.

باید وویل شي چې سعودي او امارات په مسلمانو او غیر مسلمانو هیوادونو کې هڅې ګړندی کړي دي تر څو د قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي او دغه هیواد په سیاسي او اقتصادي توګه منزوي کړي، چې د اردن په شمول ورسره ځینو افریقايي هیوادونو ملاتړ کړی دی او د قطر سره یې ديپلوماتیکې اړیکې ختمي کړي او یا هم کمي کړي دي.

قطر هیواد تور لګوي چې یو شمېر هیوادونه بېله دې چې په دغه اجراءاتو قناعت ولري، د سعودي او اماراتو تر اقتصادي تاثیر لاندي مجبورا اړیکې پرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x