شعـــــرونه

نعت شريف/ حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

ستـا د مــیـنـې تــجـــلا
چې ښکاره شوه پـه دنـیا
کــډه بـار کـړه تروږمـۍ
تـورې شپې شـولـې رڼا

لـه آسـمـان زیري راتـلل
رحـمـتــونــه اوریـــدل
د مـکـې ځمـکه او غـــر
یـو لـه بـلـه خـنــدیــدل

څـه لـه کیف ډکـه شیبـه
عـجـیــبه وه عـجــیـبــه
مــروره غـــــوټۍ ګل
خـولـه یې وا کړه خندیده

سـتا چې کـله شول میلمه
هـغـه شـان او دبــدبـــه
کاهنـان شـول پـه ګونډو
د کـیـسرا مــاڼۍ چــپـه

لــــه آدمـــه تــر دې دم
زمــان نـه وو چیـرې تـم
چـې خــدای وبـلـلـې تـه
خپـلې خـوا تــه مـنـظـم

د تـعـظـیـم پــه بــدرګه
سپوږمۍ څیرې کړه سیـنه
د آسـمــان لــه کــنـارو
سـتـا په خوا بـاندې راتله

وم لـه بــخـتـه بــخـتـور
شـوم له بــخـتـه بخـتـور
زه حبـیـب الـلـه تــــراب
یــم لـه بـخـتـه بـخـتـور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x