fbpx

د غيرتي خلکو دوه څلوېښت خويونه!

شفیق احمد عیسئ خیل

مېړني به له خويونو ، عادتونو او کړنو څخه پېژنئ !

په غيرتي سړي کې خامخا لاندې خويونه شتون لري :

1- مېلمه دوست وي.

2-سخي وي.

3- جدي وي.

4- په ځان اتکاء لري.

5- په ژمنې وفا کوي.

6- چل نه کوي.

7- امانت نه خيانت کوي.

8- د چا ناموس ته سترګي نه نيسي.

9- له کمزورو خلکو سره جګړې نه کوي.

10- د کبرجنو په وړاندې د سپر غوندې دريږي.

11- کله چې چېرې د دوو کسانو تر منځ جګړه پيل شي نو دى د مظلوم لورى نيسي.

12- له غچ اخيستلو نه بښنه ترجح کوي.

13- چې دښمن يې ماته وخوري، بيا زور نه ورسره وهي.

14- چې دښمن يې ټپي شي د خپل ملګري په توګه يې درملنه کوي.

15- مجبور دښمن ته د ترحم لاس ورکوي.

16- پرته له الله (ج) نه بل چا ته تمه نه کوي.

17- ځان له نورو غوره نه بولي.

18- د حق په لاره کې له لښکرو هم نه ډاريږي.

20- چې ناحقه واوري زغم نشي کولاى.

21- د سختۍ په وجه ملګرى نه خوشې کوي.

22- څه چې لري هغه له اړو خلکو نه سپموي.

23- غوڅې خبرې کوې.

24- په ناحقه د خپل پلار پلوي هم نه کوي.

25- په بدن يې بلکل د ډار پوست نه هواريږي.

26- د زمري غوندې زغم لري او د زمري غوندې حملې کوي.

27- حق وايي ، حق اوري او پر حق باندې هم خپل سر ماتولو ته ورکوي او هم د نورو سرونه پرې ماتوي !

28- ډېرى يې تند خويه وي.

30- بخيل نه وي.

31- د دنيا محبت نه لري.

32- د ټولې نړۍ په امتياز سره هم له حق ويلو نه تيريږي.

33- د ملګري سره تر مرګه وفا کوي.

34- د چا جيب ته سترګې نه پټوي.

35- له اړو خلکو سره په اخلاص مرسته کوي.

36- غوړه مالي نه کوي.

37- احسان په چا نه اچوي.

38- هر چاته په ډېر اخلاص سره لاره ښيي.

39- پردى حق يې خوب پرې تښتوي.

40- له بې وزلو سره مرسته يې ډېره خوښيږي.

41 – غيبت نه کوي.

42- دروغ نه وايي.

دا د مېړنيو خلکو ځينې هغه مهم خويونه وو : کوم چې ما ليکلي / کنه مېړني خلک ډېرى داسې خواص او عادات هم لري چې انسان يې د ليدلو پر مهال په نهايت تأمل او تعجب
کې لويږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د