شعـــــرونه

غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن
زه د وحشت ظالم طوفان ته والله سوچ وړی یم
ترخې سېلۍ سپېره خزان ته والله سوچ وړی یم

په خپلو سترګو مرګی ویني خو عبرت نه اخلي
دا بې پروا غافل انسان ته والله سوچ وړی یم

دی لا اوس هم د خپل اسلام دښمنان نه پېژني
د مسلمان ضعیف ایمان ته والله سوچ وړی یم

څوک یې وهي،څوک یې تړي او څوک ترې سر پرېکوي
زه د دې دور مسلمان ته والله سوچ وړی یم

د بې وسۍ اوښکو یې مخ باندې خاپونه جوړ کړل
د خوار،یتیم،بچي ګرېوان ته والله سوچ وړی یم

دا چې زموږ لــه کلــي کډه ولې نه باروي
دا د غمونو لوی کاروان ته والله سوچ وړی یم

ای (مطمئنه) چې لا نور به پکې څه،څه وشي
دې در په در افغانستان ته والله سوچ وړی یم

شاعر ملامحمد مطمئن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x