نړۍ

خيبر پښتونخوا: پيښور پوهنتون کې د محصلینو تر منځ نښتو کې درې تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسيا: پيښور پوهنتون کې ويلنټاين ډې (د عاشقانو ورځ) د لمانځلو پر مهال د محصلينو د دوه ګوندونو تر منځ نښتو کې درې تنه ټپيان شوي دي.  د رسنيو له قوله پيښور پوهنتون کې د محصلينو يو ګوند “پښتون سټوډنټ فيډريشن”  چې عوامي نيشنل پارټۍ سره تړاو لرې، د عاشقانو ورځ لمانځله او اسلامي جمعيت طلبه ګوند چې جماعت اسلامي د محصلينو تنظيم دی د (حيا) ورځ لمانځله؛ په دغه وخت کې د دواړو ګوندونو تر منځ نښتو کې درې تنه ټپيان شوي دي.

د نښتو پر مهال پيښور پوهنتون د جګړې په ميدان بدل شوی او اوس مهال هم د پښتون سټودنټ فيډريشن لخوا ډزونه کيږي. پوليس هم د پيښې ځای ته رارسيدلي، مګر تر اوسه يې حالات نه دي کنټرول کړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x