
ازادي او خپلواکي
محمد مستشهد شینواری
ازادي څه ته وایي، په څه به ازادي راځي او څومره مهمه ده د دنیا پوهانو او ماهرینو څخه یې واورئ.
زه ستا اوستا دعقیدې دښمن یم خو دیته تیاریم چې ستا دعقیدې د ازادۍ لپاره خپل ځان قربان کړم. ((ولتر))
***
څوک چې دخپل ځان دساتلو لپاره له ازادۍ نه تیرشی،هغه دازادۍ اوسلامتۍ حق نه لری. ((فرانکلن))
***
هرڅوک بایدهڅه وکړی چې په خپل ژوند کښې دازادۍ دماڼۍ په بنسټ کښی یوه پخه خښته کیږدی. ((ابرت سیسیل))
***
کله کله باید دازادی ونه دظالمانو په وینو اوبه شی. ((توماس جفرمن))
***
که غواړې چې ازادی وی باید رښتینی اوسې او رښتینوالی ولمانځی. ((شیخ محمدخیابانی))
***
هغه خلک چې دخپلې عقیدې دڅرګندولو او دخپل فکرد بیانولو حق ونلری ،هغوی په ژوندیو کښی نه شمیرل کیږی. ((ډاکټرارانی))
***
ازادی داسې نه ده چې دهرچا چې هرڅه زړه غواړی ویې کړی بلکه رښتینی ازادی هغه واک دی چې انسانان دخپلو دندو ترسره کولو ته اړباسی. ((جرج ماکدوناله))
***
بایددلږوخت لپاره ازادی دلاسه ورکړو، ترڅو وتوانیږو چې دتل لپاره یې وساتو. ((مونتسکیو))
***
دموکراسی په هغو هیوادونو کښی ټینګیدای شی چې دوظیفی حس یې په سراښتوب او ځان غوښتنې باندې زیات وی. ((لاکو))
***
فکر نه کوم چې دزور کار دې پرمخ لاړشی. ((بوین دانګلستان دباندنیو چارو وزیر))
***
ژوندی دې وی هغه ملت چې د ازدۍ دژوندۍ ساتلو لپاره ژوند کوی. ((شیخ خیابانی))
***
ای ازادۍ په ډیره خواشینۍ سره وایم چې بشر ستا وړنه دی. (( تورګر))
***
هر امر چې ازادۍ ته زیان رسوی دمنلو وړنه دی که څه هم دلوړ مقام او زور ورو له خوا هم وی. ((سعدزغلول پاشا))
***
رښتینی ازادی داسی نه ده چې هرڅه مو زړه غواړی ویې کړو بلکه داسې ده چې هرڅومره موحق دی ویې کړو ((روسو))
***
هرڅوک چې دخپل ځان ساتل تر ازادۍ ښه ګڼی، هغه په دې نړی کښې داوسیدو حق نلری
***
ازادی دیوې ښکلی معشوقې په شان ده بې له دې چې پوه شی چې ساتل یې څومره ګران دی هرڅوک یې غواړی ((روسو))