دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه ((لسمه برخه ))

عبدالغفار جُبیر
۴۴: سوال: په روژه کي د ګرمۍ له کبله غسل کول څنګه دی؟
ځواب: د ګرمۍ یا تندي له کبله غُسل کول درست دی هیڅ پروا نلري.
 (هندیه ۱/ ۲۰۳)
۴۵: سوال: تر غرغړې وروسته مي ناړي توپ کړې روژه مي څنګه ده؟
ځواب: کله چي تر غرغړې وروسته یو ځل ناړي توک کړل شي او بیا د ناړو  دتیرولو سره روژه نه فاسدیږي.
 (هندیه ۱/ ۲۰۳)
۴۶: سوال: که چیري و ستوني ته خوله یا اوښکې داخلي شوې روژه څنګه ده؟
ځواب: که اوښکي یا د مخ دوه څاڅکي خوله ئې بې اختیاره ستونی ته ولاړ شي نو روژه نه فاسدیږي.
( هندیه۱/ ۲۰۳)
۴۷: سوال: په روژه کي د غوږونو خیره ایسته کول څنګه دي؟
ځواب: د غوږونو د خیرو په ایستلوهم روژه نه ماتیږي.
 (مراقی الفلاح: ۳۴۲)
۴۸: سوال: که ستوني ته د خولې ناړي یا بلغم راشي روژه څنګه ده؟
ځواب:  که پزه په دومری زورسره سوڼ کړل شي چی بلغم ستونی ته ولاړشي او که همدارنګه که د خولې ناړې و ستونی ته ولاړی شي روژه نه په ماتیږي.
( هندیه ۱/ ۲۰۳)
۴۹: سوال: که ناړي یو ځل د خولې څخه ووځي او بیرته و خولې ته داخلي شي روژه څنګه ده؟
ځواب: که له خولې څخه ناړي ووزی خو هغه لا څڅیدلې نه وي او د خولې و خواته و ګرزي او تیری شي روژه نه په ماتیږي.
 (قاضی خان ۱/ ۲۰۸)
۵۰: سوال: په روژه کي مي لږقی وواهه روژه مي څنګه ده؟
ځواب: که لږقی راووتی بیا په خپله ستونی ته ولاړشي نو روژه نه په ماتیږي خو که په قصد سره وګرځیدی بیا روژه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۴)
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x