
د قطر امیر: چې هیواد مي محاصره وي، بیرون نه وځم
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ویلي چې تر څو مي هیواد د ګاونډیو له لوري تر محاصرې لاندي وې، د خپل ولس سره به پاته یم، له هیواده نه وځم.
نوموړي دغه خبرې د امریکا د هغه غوښتنې په جواب کې کړي چې د قطر او سعودي تر منځ یې د منځګړیتوب په اړه کړې وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وه چې د خلیجي هیوادونو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو په خاطر غواړي چې د سعودي او قطر مسؤولینو ته دعوت ورکړي.
د یادوني وړ ده چې د سعودي په مشري امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي هر اړخیز بندیزونه لګولي او ځینو نورو هیوادونو د سعودي او امارات څخه په تاثیر دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پرې کړي دي.
باید وویل شي چې د سعودی، امارات او مصر رسنیو په دې وروستیو کې داسي خبرونه هم خپاره کړي چې ګواکې د قطر امیر شیخ تمیم د انقلاب له ویرې ایران ته روان دی. خو د قطر رسنیو دا راپورنه ټول درواغ بللي دي او د مخالفو رسنیو د پروپاګند او درواغو تسلسل یی بللی دی.
شه كوي