دیني، سیرت او تاریخ

ولي په قرآنکریم کي د ۱۲۴ زره پیغمبرانو څخه ۲۵ ذکر دي او نور ورک دي؟

د ملحدینو د سوال ځواب: عبدالغفار جبیر

قرآنکریم د الله جل جلاله کتاب دی، ددې الهي کتاب په سورت بقره کي راځي
ذالک الکتاب لاریب فیه هدی للمتقین

ژباړه: په دغه کتاب (قرآنکریم) کي هیڅ شک نسته (د الله کتاب دی) او د متقیانو لپاره هدایت دی.

لومړی: الله رب العزت چي ددې نړۍ نظام جوړ کړ، مځکه ، ستوري، سیارې، کهکشان او ټول شمسي نظام او نور کائینات یې پیدا کړه، دا یې د انسانانو او پیریانو لپاره پیدا کړل، کله چي لومړی پیغمبر او لومړی انسان حضرت آدم علیه السلام یې و مځکي ته راوليږی، نو له هغه سره جوخت د نبوت او رسالت لړۍ پیل شوه، په دې لړۍ کي ۱۲۴۰۰۰ زیات و کم پیغمبران راغلي دي، و ټولو ته یې لارښوونې ورکړي وې، په دې وحو کي څلور کتابونه دي، تورات، زبور، انجیل او قرآنکریم، دغه ټول کتابونه پخپل وخت کي حق وه، داچي زبور، تورات او انجیل وروسته تحریف سول، نو ځکه الله رب العزت اخري وحی قرآنکریم راولیږه، دا چي قرآنکریم اخري کتاب دی او نورې وحي ختمې سوې، نو تاسي هغه وخت دا سوال کولای سي چی لاندي کرښي یقیني کړی:

۱: تاسي به قرآنکریم منی چي دا الهی کتاب دی.

۲: تاسي به قرآنکریم منی چي دغه اخري وحی دي.

۳: د کومو پیغمبرانو پوښتنه چي تاسو کړې ده باید تاسي دا ومنی چي دغه ټول پیغمبران علیهم السلام د الله استاذی او پرحق وه.

۴: تاسي به دامنی چي پیغمبر(د الله له لورې رالیږل سوی) و انسانانو ته د هدایت او لارښونې لپاره.

۵: تاسی به دامنی چی یو خالق سته، دغه یې کتاب دی.

اوس که چیری تاسی دا پوښتنه وکړی، خپله په قرآنکریم کي راغلي دي چي الله رب العزت وايي:
لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ ( سورت الانبیاء: ۲۳)

ژباړه: د الله څخه د خپلو کړونو او چارو لپاره پوښتل کېدونکی نه دی، خو دوی ټول (انسانان او پیریان) پوښتل کیېدونکي دي.

د خالق څخه مخلوق دا پوښتنه نسي کولای چي ولي دي دا کار وکړ، ولي دي اسمان ته دغه رنګ او بڼه اختیار کړه؟ ولی دي انسانان داسي پیداکړه؟ او داسي نور…

دوهم: قرآنکریم صرف د هدایت، تعمیر انسانیت او د ژوند یوه مکمله تګلاره او ضابطه ده، قرآنکریم څه تاریخي او د انسانانو د شجرو کتاب نه دی، د الله د کلام مقصد دادی چي انسانان هدایت سي او بس.

دریم: الله رب العزت د ۱۲۴۰۰۰ زیات وکم پیغمبرانو څخه چي صرف ۲۵ ذکر کړیدي، ددې هر پیغمبر په یادونه او کیسه کي مفهوم او هدایت پروت دی، او ټوله بشریت لپاره همدا کفایت کوي، نو ځکه یې د نورو پیغمبرانو نومونه او حالات بیان نکړل.

څلورم: د ټولو پیغمبرانو او رسولانو مقصد یو وو، د الله وحدانیت، د خالق امر منل او د مخلوق خدمت کول، په اصولو کي ټول پیغمبران سره یو او وروڼه دي، له همدې کبله یې د نورو پیغمبرانو نومونه یاد نکړل.

پنځم: که چیري فرضا الله رب العزت پخپل الهي کتاب قرآنکریم کي د ۱۲۴۰۰۰ پیغمبرانو نومونه او حالات بیان کړی وای، دغه الهي کتاب به څومرې وای؟ ایا دغه کتاب به تر اوسني قرآنکریم سل ځله غټ او ضخیم نه وای؟ دا دومرې غټ کتاب چا لوستلای سوای او چا وړلای سوای؟

۶: بل دا یو نړیوال اصل دی چي په عربي کي سته(خير الكلام ما قل و دل.) خیر د کلام هغه دی چي لږ او پرخپل مقصد او هدف باندي دلالت وکړي. له همدې کبله الله رب العزت د نورو پیغمبرانو نومونه یاد نکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x