افغانستان

د کاپيسا په دوه ورځنۍ خپلمنځي جګړه کې د ملکيانو مرګ-ژوبله ۲۳ تنو ته ورسېده

نن ټکی آسیا: له وړمې ورځې راهیسې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه او نن د امریکايي ځواکونو له لورې د سیمې او امنیتي پوستو په محاصره کولو سره پای ته ورسېده.
په دې جګړه کې لږ تر لږه دوه امریکايي عسکر وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي، خو یوه ناتائید شوی خبر د امریکايي ځواکونو د وژل شویو شمېر ۸ تنه وژل شوي ښيي.

  همدارنګه افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، چې د لومړنیو معلوماتو په اساس، په دې نښته کې ۹ پولیس او ۴ افغان کمانډویان وژل شوي او د دواړو ښکېلو غاړو نه ګڼ شمېر ټبیان شوي هم دي.
خو د سیمې اوسېدونکي او د طالبانو یوه مستند راپور ښيي، چې په دې دوه ورځنۍ نښته کې تر ټولو زیاته مرګ-ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.
د راپور په استناد کې، په جګړه کې امریکايي ځواکونو له هوايي بریدونو کار اخیستی او د ملکي خلکو پر کورونو او استوګنځیو یې بمبارۍ او ډزې کړې، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۱۷ تنه بې ګناه هیوادوال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.
د طالبانو ویاند ښاغلي مجاهد په خپله خبرپاڼه کې د جګړې د ملکي قربانیانو د اجمالي شهرت سربېره د رسنیو او آزادو خبریالانو د لا زیاتو معلوماتو لپاره د سیمې د اوسېدونکي او د پېښي د یوه عیني شاهد د ګرځنده تلیفون شمېره هم ورکړې،چې موږ یې هم د حقایقو د لا روښانتیا په موخه خپروو:
 په دغه جګړه کې د ملکي خلکو چې شهيدان شوی او ټپيان دي  نومونه او پيژندنه په لاندې ډول ده:
۱ــ وارث د کرم خیلو
۲ــ نورالله د قلع صالح
۳ــ صبغت الله د لنډاخيلو
۴ــ عبدالله د لنډاخيلو
۵ــ محمدعمر د لنډاخيلو
۶ــ شريف الله د ګبري کلي
 ۷ــ آغاجان د ګبري کلي
۸ــ د ِاغاجان لور
۹ــ د آغاجان بله لور
۱۰ــ د آغاجان ښځه
۱۱ــ يو ۸ کلن ماشوم د انارجوي د کلي
۱۲ــ الهام دقلعه صالح
۱۳ــ خيرالله د قلعه صالح
۱۴ــ مولاداد د الاسای ولسوالۍ
۱۵ــ د کندز اوسیدونکی چې په بازار کې په سراچه موټر کې شهید شوی خو نوم يې نه ده معلوم
۱۶ــ د کندز اوسیدونکی //    //     //
۱۷ــ د کندز اوسیدونکی //     //      //
ټپيان:
۱۸ــ فرید د انارجوی
۱۹ــ سمندر دپايندخيلو
۲۰ــ رشيد د سینزي
۲۱ــ حسین د جالو خيلو
۲۲ــ خیبر د انارجوی
۲۳ــ نورالله د انارجوی، ټپيان  ټول دتګاب دی
د پورته تلفاتو په اړه په سیمه کې د يوتن ملکي کس شمیره هم تاسوته واستول شوه چې ممکن معلومات ترې دقيق کړای شي. عيني شاهد: 0775150331

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x