نړۍ

د برتانيې په ټاکنو کې واکمن ګوند اکثریت له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): برتانيې کې د پارلماني ټاکنو د راغلو پايلو له مخې واکمن محافظه کاره ګوند خپل اکثريت له لاسه ورکړی او له همدې امله اپوزيسيون ګوندونو له لومړۍ وزير ټيراز مې غوښتي، چې له واکه لاس پر سر شي.

برتانوي رسنۍ وايي، چې محافظه کار ګوند له ۶۵۰ هغو۳۱۲  څوکۍ ګټلي، د اکثريت لپاره يې ۳۲۶ څوکيو ته اړتيا وه، چې په ګټلو يې ونه توانېدل. ورپسې کارګر ګوند په دويم پړاو کې دی او ۲۶۶ څوکۍ يې ګټلي دي.

لومړۍ وزيرې ټيراز مې او د کارګر اپوزيسيون ګوند مشر جيرمي کوربن خپلې څوکۍ ګټلي، خو يو شمېر حکومتي چارواکو په دغو ټاکنو کې خپلې پخوانۍ څوکۍ له لاسه ورکړي دي.

د راغلو پايلو له مخې به د برتانيې پارلمان کې يو ګوند هم د قاطع اکثريت په ګټلو ونه توانيږي. ويل کېږي، چې نوی پارلمان به د قاطع اکثريت پر ځای معلق وي او ممکن، چې راتلونکی حکومت ايتلافي جوړ شي.

د ايتلافي حکومت لپاره به راتلونکې څو اونۍ مذاکرات روان وي او شونې ده، چې د نوي ايتلافي حکومت په جوړېدو له اروپايي ټولنې د برتانيې د وتلو په مذاکراتو هم منفي اغېز وشي.

د برتانيې لومړۍ وزيره ټيراز مې له اروپايي ټولنې د وتلو پلوۍ وه، نوموړې په دې تمه وه، چې له اروپايي ټولنې د وتلو له امله به په ولس کې ډېر محبوبيت تر لاسه کړي او د رايو ورکوونکو شمېر به يې زيات شي.

د کارګر ګوند مشر جيرمي کوربن له لومړۍ وزيرې غوښتي، چې اکثريت يې له لاسه ورکړی او بايد له واکه لرې شي.

جيرمي کوربن د رايې له اچولو وروسته رسنيو ته وويل، اوس ټولو ته روښانه شوې، چې لومړۍ وزيرې د خلکو باور او پارلماني څوکۍ له لاسه ورکړي او غوښتنه يې وکړه، چې ټيراز مې نور د حکومت کولو اهلیت نه لري او بايد استعفا ورکړي، خو ټيراز مې هڅه کوي، چې د ايتلافي حکومت لپاره ملګري پيدا کړي او يو ځل بيا د لومړۍ وزيرې په توګه خپله دنده پر مخ بوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x