fbpx
شیخ تمیم د شیخ یوسف القرضاوي سر مچوي

تر بندیزونو وروسته د قطر امیر شیخ یوسف القرضاوي پر سر مچوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): له هغه وروسته چې پر قطر باندي د سعودي، اماراتو او مصر له لوري اقتصادي بندیزونه ولګېدل او دیپلوماتیکي اړیکي يې هم ورسره پرې کړې، د قطر امیر په خپل قصر کې د قبایلي مشرانو تر څنګ علماو او مشایخو ته په خپل قصر کې د روژه ماتې دعوت ورکړ.

په هغه انځورونو کې چې د قطر رسنیو نشر کړې، د قطر امیر یو ځل بیا د اسلامي نړۍ نامتو عالم شیخ یوسف القرضاوي پر سر مچ کړ او د خپل څنګ سره یې د مجلس تر پایه کښينوی.

یوسف القرضاوي چې د نړۍ په سطحه پيژندل شوی دیني عالم دی، په اصل کې د مصر هیواد دی، خو د مصر پخواني ولسمشر حسني مبارک له وخته یې قطر ته پناه وړې او دغه هیواد ورته تابعیت ورکړی دی. د نوموړي په نامه په قطر کې لوی دیني او علمي مرکز هم جوړ دی.

د شیخ قرضاوي تر څنګ د عربي نړۍ اکثره هغه مشهور علماء چې د خپلو هیوادونو څخه شړل شوي، په قطر کې مېشت شوي دي.

سعودي، امارات، بحرین او مصر تېره شپه یو تور لیست نشر کړ چې په هغه کې یوسف القرضاوي هم تروریست بلل شوی دی او نوم یې په تور لیست کې شامل شوی دی.

په دغه لیست کې د قطر ځیني خیریه موسسې هم شاملي دي، چې د نړۍ په سطحه زیاتې مالداري غټې موسسې بلل کیږي او په سوریه او عراق کې په سلګونو زره مهاجرینو ته کومکونه رسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د