دیني، سیرت او تاریخ

د نبي علیه السلام د مبارک جسد د وړلو دسیسې څنګه شنډې شوې؟!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

تاریخ لیکي: په حجره مبارکه کې پر نبوي مبارک جسد (تنه) د خلیفګانو (رضوان الله علیهم) په ګډون پنځه ځله د اسلام د دښمنانو له خوا یرغل شوی؛ خو هر ځل یې د الهي مرستي په مټ پلان تر وار مخکې شنډ شوی:

– لومړۍ دسیسه: یاده دسیسه د پنځمې هجري پېړۍ په پیل کې د حاکم العبیدي په اشاره د هغه د یوه پلوي (ابو الفتوح) په لاس تر سره شوهص. هغه غوښتل: د نبي علیه السلام مبارکه تنه و مصر ته و لېږدوي؛ خو د خپل پلان د عملي کولو پر مهال له یوه داسې سخت طوفان سره مخ شو، چې نژدې وه زمکه یې له کبله چاودېدلې وای. ابو الفتوح و پتېیله، چې د یوه ناوړه کار په تر سره کولو ورته ښوونه شوې؛ خپله تېروتنه یې ومنله د توبې سره مل بیرته د مصر په لور و خوځېد.

– دوهمه: یاده دسیسه د تېرې هغې په څېر بیا د یاد واکمن (الحاکم العبیدی) په اشاره د ورته پلان په پلي کولو سره تر سره شوه. یاد شخص یو ځواکمن پلاوی و لېژه مسجد نبوي ته څېرمه هستوګن شو؛ له زمکې لاندې یې کندنه پیل کړه تر څو و مبارکې تنې ته ځانونه ورسوي؛ خو له نیکه مرغه یاده دسیسه هم کشف شوه؛ د وخت اتلو له خپل شوم هدف نه وړاندې هغوی د دوږخ کندې ته ورټېل وهل.

– درېیمه: یاده دسیسه په کال (۵۵۷ هـ) د پاچا نورالدین زنکي په دور کې د لوېدیځوالو نصارا و له لورې په کار واچیول شوه. هغوی دوه نصراني وګړي د پاکې او مبارکې تنې د وړلو په پار مدینې منورې ته را ولېژل، یاد پاچا (نور الدین زنکي) نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په خوب کې ولید؛ ورته ویل یې:

أنجدني أنقذني من هذين

ژباړه: مرسته مې وکړه، له دې دوو نه مې وژغوره! – هغه مبارک و دوو سور رنګه سړو ته اشاره وکړه – یاد توریالي واکمن د شلو (۲۰) پوځيانو، اړینو وسائلو او د ډېر مال په ګډون د مدینې منورې پر لور و خوځېد، د شپاړس (۱۶) شپو په اوږدو کې و مدینې منورې ته ورسېد. د مدینې خلک ډلي – ډلي ورته راتله، یاد پاچا ورته د خیر ښېګنې په توګه یوڅه ورکول تر څو د مدینې هستوګن ټول راغلل او خپلې برخې یې تر لاسه کړې؛ خو هغه دوه سره وګړي یې تر سترګو نشول؛ کوم چې نبي علیه السلام مبارک په خوب کې ورته ښوولي وو. پوښتنه یې وکړه: ایا نور څوک پاتې شته؟!

هغوی ور غبرګه کړه: یواځې دوه بډای، لوېديځوال وګړي شته؛ خو هغوی د چا خیر ښېګڼه نه مني، بلکې دوی پر نورو اړینو وګړو د اړتیا وړ توکې ارزانه (مفت) وېشي. د مدینې هستوګنو د هغوی له ښه سړیتوبه هم پرده پورته کړه؛ ویلې: هغوی ډېر نېکان او د لمانځه پابنده خلک دي. پاچا امر وکړ: دواړه ځما په وړاندې حاضر کړئ؛ کله یې چې سترګې پرې ولګېدې؛ ویې پېژندل، چې دا هماغه وګړي دي کوم چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) راته په خوب کې ښوولي وه. هغوی حجرې شریفې ته څېرمه هستوګنځی جوړ کړی وو. ترې ویې پوښتل:

څوک یاست؟!

هغوی ورته کړه: دلته د حج ادا کولو له پاره اوسېږو، حجرې شریفې ته څېرمه مو د اوسېدلو ځای دی. دواړه یې د هغوی هستوګنځي ته بوتلل؛ خو د هغوی د دې شومې او ناوړه کړنې هیڅ نښې نښانې یې و نه موندې. پاچا په خپله د پلټنې چارې در سره کولې؛ ناڅاپه یې پر زمکه خپور توری را پورته کړ؛ د هغه لاندې یې یوه سمڅه/نغم ومونده، چې د حجرې شریفې حدودو ته رسېدلې ده. پاچا د څېړنې پر مهال د هغوی اصلي څېرې وموندې. هغوی اقرار وکړ، چې موږ د دې شوم، ناروا او ناوړه پلان له پاره ګمارل شوي وو؛ خو خپل هدف مو تر سره نشو کړای. پاچا د هغوی مرۍ حجرې ته څېرمه تر پنجره لاندې غوڅي کړې.

له یادې پېښې وروسته یاد پاچا د نبي علیه السلام د مبارک قبر شاو خوا د یوه اوسپنیز محکم دېوال سپارښتنه وکړه، چې بنسټ یې باید له یوه ژور خندق نه پیل شوی وي. هغوی همداسې وکړل.

– څلورمه: یاده دسیسه او بد مرغه پلان د کال[ ۵۷۸ هـ] په حدودو کې را منځته شوه. د شام د مسیحي رومیانو یوې ډلې “بحر احمر” (سره دریاب) ته ځانونه ورسول؛ ډېری مسلمانان یې شهیدان کړل، وروسته د مدینې منورې پر لوري وخوځېدو تر څو د نبي علیه السلام مبارک جسد را وکاږي او روم ته یې له ځانونو سره ولېږدوي؛ خو د الهي مرستې پر مټ مدینې منورې ته نژدې د مصري اتلانو له مقاومت سره مخ شول، چې ځیني یې اسیران او ځیني یې د دوږخ په اوږده سفر ولېږل شول.

– پنځمه: یاده دسیسه د اوومې پېړۍ په مینځ کې هله را منځته شوه، چې د سوریې له حلب نه څلوېښت کسیزه ډله د ابو بکر الصدیق او عمر الفاروق (رضی الله عنهما) – کوم چې په مبارکه حجره کې له خپل جانان سره ویده دي – د جسدونو دوړلو په پار مدینې منورې را ورسېدو. دا په داسې حال کې وه، چې د مدینې امیر ته یې پرېمانه مالونه د جوړ سوي پلان له مخې د عوض په توګه ورکړي ول، چې په بدل کې به ورته یاد امیر د حجرې شریفې دروازه پرانیزي او په یاده کړنه کې به ور سره هر راز مرسته کوي؛ خو کله چې مبارکې حجرې ته نژدې شول؛ زمکې واړه له ستونې تېر کړل، چې بیایې چا څېرې و نه لیدې.

سرچینه: التاریخ الاسلامي اوکتاب “وفاء الوفاء”.

اللهم صل علی جسد محمد في الاجساد، وعلی روحه في الارواح، و علی قبره في القبور، و علی اله و صحبه الاطهار و خلفائه الاخیار امین یارب العالمین.د نبي علیه السلام د مبارک جسد د وړلو دسیسې څنګه شنډې شوې؟!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x