افغانستان

جنرال امرخيل: روسان د امريکايانو په پرتله افغانانو سره ډېر رښتوني وو

متقاعد جنرال او د دفاعي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل ويلي چې، پخوانی شوروي اتحاد د امريکايانو په پرتله افغانانو سره رښتينې او وفادار وو. امرخيل ويلي چې شوري پوځيانو په افغانستان کې له ځان سره پوهه او خپل کار ته متعهد کسان سره نيول او د هغو له لارې يې خپل نظرونه افغان ټولنې ته رسول.

ښاغلي امرخيل نن جمعه له افغانستانه د شوروي پوځونو د وتلو په مناسبت په خپلو خبرو کې دا څرګندونې وکړې.

د يادونې وړ ده چې، د شورې سرې لښکرې د ۱۳۵۸ ل کال پر افغانستان يرغل وکړ او له نهه کاله پوځي يرغل وروسته د ۱۳۶۷ ل د دلو په ۲۶ د شوروي اتحاد اخري عسکر له افغانستانه و وت. امرخيل و ويل چې په افغانستان کې د شوروي پوځيانو شتون د منفي کارونو تر څنګ مثبت رول هم درلود مرستې او کومکونه يې صادقانه او رښتوني وو.

 

امرخيل و ويل چې هغه مهال د افغانستان اردو د سيمې په کچه يوه قوي اردو وه او روسانو د سالنګ تونل، په ټول هيواد کې د سرک جوړونې پلان، سيلوګانې او … جوړ کړي وو. مګر اوس د امريکايانو مرستې او دوستي صادقانه او رښتوني نه دي. د امرخيل په قول امريکا د افغانستان او اردو او امنيتي ارګانونه په قصدي توګه کمزوري ساتلي او نه غواړي چې دلته دایمي او صادقانه کار وکړي. امرخيل و ويل چې په ميلياردونو ډالر افغانستان ته راغلل مګر د افغانانو په درد ونه لګيدل او ډېره برخه يې شخصي جيبونه ته لاړل او خارجيانو بېرته له ځانو سره يوړل.

امرخيل و ويل چې، نن سبا افغانستان له سياسي او نظامي پلوه ډېر کمزوري حالت کې دی او نشي کولای چې په يو ډګر کې هم خپله دفاع وکړي.

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x