
له قرآن سره مرکه (څوارلسمه برخه)
نثار احمد صمد واصفي
پوښتنه : اوس به راسم دې پوښتنی ته چی د عبادت فلسفه څه ده ؟
ځواب : عبادت په اصل کی د الله تعالی د نعمتونو څخه د بنده د شکر څرګندونه ده (۱) .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی عبادت په څه شي پوری تړلی یا مربوط دی ؟
ځواب : عبادت هم د هر عمل غوندی د نیت په اخلاص پوری تړلی دی (۲) .
پوښتنه : د روژې په باره کی څه حُکم کوې ؟
ځواب : پر مسلمانانو د روژې په میاشت کی روژه لرل فرض دی (۳) .
پوښتنه : آیا پوښتلای سم چی د روژې نیولو حکمت څه دی ؟
ځواب : روژه د تقوا یا پرهېزګارۍ د حصول تر ټولو ښه ذریعه ده (۴)
. پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د زکات ورکول اختیاري دی ؟
ځواب : یا ، پر هر هغه مسلمان چی اړونده حد یا نصاب یې پوره کړی وی ، د زکات ورکول فرض دی (۵) .
پوښتنه : نو د زکات ګتی څه دي ؟
ځواب : د زکات څو فایدې په لاندی ډول دي :
۱ ـ په هغه سره د بېوزلو او مسکینانو اړتیاوی پوره کیږی (۶) .
۲ ـ په هغه سره شتمني په یو ځای کی نه زخیره کیږی (۷)
.۳ ـ په هغه سره مال او ثروت پاک کیږی (۸) .
۴ ـ په هغه سره الله ته نږدېکت ډیریږی (۹) .
پوښتنه : زکات کومو کسانو ته ورکول کېدای سی ؟
ځواب : زکات دغو کسانو او مراجعو ته ورکول کېدای سی :
غریبان ، فقیران ، زکات ټولونکي ، مساپر ، هغه غیر مسلمانان چی په زړونو کی یې د دین سره مینه پیدا کول مقصد وی ، د مریانو د آزادولو له پاره ، د پوروړو د پور ادا کولو له پاره ، او د الله په لاره کی
(۱۰) . پوښتنه : الهي ذکر څنګه باید وسی او ګټی یې څه دي ؟ځواب : ذکر باید په هغه طریقه سره وسی چی الله او رسول یې هدایت فرمایلی دی
(۱۱) . باید متوجه اوسې چی د الله حمد او ثنا
(۱۲) ، تسبیح
(۱۳) ، تکبیر
(۱۴) ، شکر
(۱۵) ، لمونځ
(۱۶) او زما تلاوت
(۱۷) ټول په الهي ذکر کی شامل دي . د الله ذکر هر وخت او په هر حالت کی باید وسی
(۱۸) . هغه انسان چی د الله ذکر نه کوی شیطان پر مسلط کیږی
(۱۹) او ژوند یې لنډ او تنګ وی
(۲۰) . د الهي ذکر څخه زړه ډاډمن کیږی
(۲۱) . پوښتنه : ډیر په زړه پوری او ګټور معلومات وو . آیا راته ویلای سې چی کوم ډول دُعا قبلیږی ؟ځواب : هره دعا چی د الهي اطاعت د جذبې څخه په اخلاص سره وسی الله یې قبلوي
(۲۲) . پوښتنه : آیا تا کومه دعا ښوولې هم ده ؟ځواب : هو باالکل ، ما ډیری دعاوی ښوولی دي چی د هغو څخه یوه یې دا ده :رَبنا آتِنا فِی الدُنیا حَسَنته وَ فِی الاخِرَتِ حَسَنته وَ قِنا عَذابَ النار . یعنی : اې زما ربه ! په دنیا او آخرت دواړو کی ښېګڼه را عطأ کړه او د دوږخ له اوره می وژغوره
(۲۳) . پوښتنه : داسی ویل کیږی چی تا د یوې خاصی ورځی په هکله مکررأ او پرله پسې د بیرې خبردارﺉ ورکړی دی . که وي ، نو دا کومه ورځ ده ؟ځواب : هو همداسی ده او دا د قیامت ورځ ده چی هلته به هیڅوک هم د چا په درد و نه خوری
(۲۴) . پوښتنه : آیا په هغه ورځ به څه خاصه پیښه وسی ؟ یعنی ولی باید د محشر له ورځی وبیریږو ؟ځواب : د قیامت ورځ د اصلی امتحان ورځ ده ، یعنی په دغه ورځ به د هر انسان څخه د هغه د یو یو عمل پوښتنه کیږی
(۲۵) . د هغه ښه او بد ټول اعمال به وتلل سی
(۲۶) . وروسته چی د چا نیکۍ او ښه کړنی زیاتی وی هغه ته به جنت عطأ سی
(۲۷) ، او د چا بدۍ چی زیاتي وی نو هغه به د دوږخ په اور کی اچول کیږی
(۲۸) . پوښتنه : آیا د دې معنا دا ده چی انسانی کړنی یا اعمال د هغه په ژوند کی ثبت او ریکارډ کیږی ؟ځواب : هو ، الله تعالی د هر انسان د اعمالو د ساتنی او لرنی بشپړ انتظام کړی دی او د قیامت په ورځ به هغه ټول معلوم وی او حساب به ورسره کیږی
(۲۹) . پوښتنه : آیا د قیامت په ورځ به هر انسان یو یو د الله حضور ته وړاندی کیږی که ټول په ګډه ؟ځواب : لکه څنګه چی هر انسان په یوازی او انفرادي توګه دې دنیا ته راځی ، نو هماغسی به د الله حضور ته هم یوازی او تنها ور وړاندی کیږی
(۳۰) …… (۱) : العنکبوت : ۱۷ ؛ الکوثر : ۱ ـ ۲ ؛ قریش : ۱ ـ ۴ ؛ النحل : ۱۱۴ ؛ الزخرف : ۶۴ . (۲) : الزمر : ۲ ، ۳ ، ۱۱ ، ۱۴ ؛ الحج : ۳۷ . (۳) : البقره : ۱۸۳ ، ۱۸۵ . (۴) : البقره : ۱۸۳ . (۵) : التوبه : ۶۰ ؛ البینه : ۵ ؛ البقره : ۱۱۰ ؛ الحج : ۷۸ ؛ النور : ۵۶ . (۶) : المعارج : ۲۴ ـ ۲۵ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۷) : الحشر : ۷ . (۸) : التوبه : ۱۰۳ ؛ الیل : ۶۷ ، ۱۸ . (۹) : التوبه : ۹۹ . (۱۰) : التوبه : ۶۰ .(۱۱) : البقره : ۱۲۸ ، ۱۹۸ ، ۱۸۵ ، ۲۳۹ ؛ الحج : ۳۷. (۱۲) : الاسرأ : ۱۱۱ ؛ الحجر : ۹۸ ؛ التوبه : ۱۱۲ ؛ طه : ۱۳۰ ؛ الروم : ۱۸ . (۱۳) : طه : ۳۴ ؛ آل عمران : ۴۱ ؛ الواقعه : ۷۴ ، ۹۶ ؛ الاعلی : ۱ ؛ النصر : ۳ . (۱۴) : الاسرأ : ۱۱۱ ؛ المدثر : ۳ . (۱۵) : البقره : ۱۵۲ ، ۱۷۲ ؛ النحل : ۱۱۴ ؛ العنکبوت : ۱۷ ؛ الزمر : ۶۶ . (۱۶) : طه : ۱۴ ؛ الجمعه : ۹ ؛ العنکبوت : ۴۵ ؛ الاعلی : ۱۵ ؛ النسأ : ۱۴۲. (۱۷) : فاطر : ۲۹ ؛ البقره : ۱۲۱ ؛ الاحزاب : ۳۴ . (۱۸) : آل عمران : ۱۹۱ ؛ النسأ : ۱۰۳ ؛ الدهر : ۲۵ . (۱۹) : المجادله : ۱۹ . (۲۰) : طه : ۱۲۴ . (۲۱) : الرعد : ۲۸ ؛ الاحزاب : ۳۵ ؛ الزمر : ۲۳ . (۲۲) : ابراهیم : ۳۹ ؛ الاعراف : ۵۵ ؛ البقره : ۱۸۶ ؛ الاحقاف : ۱۵ . (۲۳) : البقره : ۲۰۱ . (۲۴) : البقره : ۱۲۳ . (۲۵) : الاعراف : ۶ ؛ الانبیأ : ۴۷ ؛ الزلزال : ۷ ـ ۸ ؛ ابراهیم : ۴۱ ؛ البقره : ۲۸۴ . (۲۶) : الاعراف : ۸ ؛ الانبیأ : ۴۷ . (۲۷) : القارعه : ۶ ؛ المومنون : ۱۰۲ ؛ الاعراف : ۸ . (۲۸) : القارعه : ۸ ؛ المومنون : ۱۰۳ ؛ الاعراف : ۹ . (۲۹) : الانعام : ۹۵ . (۳۰) : الزلزال : ۷ ـ ۸ ؛ لقمان : ۶ ؛ ق : ۱۷ ـ ۱۸ ؛ الحاقه : ۱۸ .
یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .