شعـــــرونه

نعت شريف/ محمد خان محب

محمد خان محب

داچی روښانه لکه لمر وطن دی
دمحمد خیرالبشر وطن دی

پکښي دستورو قافلی دیره دی
ډیرمبارک او معتبر وطن دی

دذوالجلال پری انوارونه اوری
خوشبو خوشبو او معطر وطن دی

دخدای کلام یی دی په غیږ کی نازل
د قرانی جلوو اثر وطن دی

ویودیدن تی عالمونه تږی
دخوږی مینی دکوثر وطن دی

هم دی سکون دزخمی زړونو مدام
محب ته ګران دپیغمبر وطن دی

محمدخان_محب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x