نظــر

ولې قطر هېواد سره ډیپلوماتيکي اړيکې پرې شوې؟

احمد جاوید شکیب
د فارس په خلیج کې اووه عربي هېوادونه شتون لري، چې عبارت دي له بحرین، کويټ، عمان، سعودي عربستان، عربي متحده امارت، قطر او عراق. په دغو هېوادونو کې د عراق نه پرته ټول د خلیج د هېوادونو د همکاری سازمان GCC Cooperation Council of the Arab states of the Gulf غریتوب لري، ټول شاهي او غني هېوادونه دي.

د خلیج هېوادونه د امریکا د متحده ایالاتو اوغرب طرفداره هېوادونه دي، دوی د خلیج په لوموړي( ۱۹۹۱) او دويمې (۲۰۰۳) جګړې کې د امریکا د متحده ايالاتو ملاتړي وو.

د امریکا متحده ایالاتو د خلیج د لومړی جګړې څخه راوروسته په دغه سیمه کې نظامي هډي جوړې کړې او خپل ګڼ شمیر عسکر يې پکې میشت کړل. د قطر په هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لویه نظامي هډه چې الحدید نوميږي شتون لري.

د خلیج د لومړي جګړې په دوران کې د امریکا متحده ایالات او د غرب په مرسته د قطر په هېواد کې د الجزیري په نامه تلویزیوني چينل هم جوړ شو تر څو د صدام حسين په خلاف د عربي نړۍ د خلکو په ذهنونو کې بدلون راوستل شي.

د خلیج هېوادونودترمنځ د ځینو سطحي اختلافاتو سره سره همکاري شتون درلود. د خلیج ټول هېوادونه خپله بقاء د امریکامتحده ایالاتو سره په ملګرتیا کې لیدله او د سیمې او نړۍ په اند يې تقريباً یوشان سیاسي نظر درلوده.

د سعودي په مشرۍ د خلیج هېوادونو او قطر تر منځ اختلاف په ۲۰۰۶ کال کې راڅرګندې شو. د اختلاف تر ټولو لوی علت دا و، چې حماس ډلي په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطین انتخابات وګټل نو قطر د فلسطین د خلکو د غوښتنو ملاتړ وکړ او حماس يې مشروع وبلل.

سعودي عربستان، د عربي امارات، بحرین، عمان جمع امریکا او اروپا د حماس حکومت په رسمیت ونه پيژند. د حماس ډله يې تروروستي ډله وګڼله. نو له دې سره د قطر او نورو خلیج هېوادونو ترمنځ شق پيدا شو.
وروسته بیا په ۲۰۱۱ کال کې الجزیري تلویزیوني چينل چې د قطر په هېواد کې موقعیت لري په عربي نړۍ کې د خلکو مظاهري منعکس کولې او د تونس، مصر او یمن د نظامونو په سقوط کې یې مهم رول درلوده، چې سعودي عربسان او عربي اماراتو دغه عمل نه خوښيده.

د قطر هېواد او د الجزیري تلويزیوني چينل د ۲۰۱۲ کال د مصر د هېواد آزادي، شفافي او عادلانه ټاکنو ملاتړ وکړ او په پايله کې یې د اخوان المسلمین د ګوند غړۍ محمد مرسي واک ته ورسید. چې دغه عمل هم د سعودي او اماراتو غصه راوپاروله.

کله چې په ۲۰۱۳ کال کې په مصر کې د محمد مرسي په حکومت باندې د پوځ لخوا د کودتا وشوه نو عبد الفتاح السیسي واک تر لاسه کړ. نوموړي د اخوان د ګوند برجسته غړي زندان ته واچول، ځینې وتښتيدل او قطر هغوی ته سیاسي پناه ورکړه. نو له دې سره د مصر او قطر ترمنځ هم اړیکې د خرابیدو آخري درجې ته ورسیدې.

سعودي عربستان، امارت او نورو مخالفو هېوادونو د قطر په خلاف اقدام نه کولو، ځکه د امریکا متحده په ایالاتو کې ښاغلي اوباما د واک په ګدۍ ناست وو. د نوموړي لپاره په اسلامي ډلو کې لوی کوښ هغه ډلې وي چې عملاً د امریکا متحده ایالات ورسره په جګړه کې ښکیلي وې لکه طالبان، القاعده او داعش.

خو کله چې په امریکا کې ډونلډ ټرمپ واک ته ورسيده، نو نوموړي د امریکا کانګرس ته په وينا کې وويل چې دی به اسلامي بنسټ پالنه د ځمکې له سر نه لري کړي. د ده له خبرو نه داسي وانګیرله شوه، چې دی به یوازې د القاعدي، طالبان او داعش غوندې ډلو په خلاف اقدام ونه کړي بلکه د اخوان مفکورې نه متاثره ګوندونه چې د دیموکراسي او آزادو ټاکنو ملاتړ ګڼل کيږي هم وځپي.

کله چې ښاغلي ټرمپ سعودي عربستان ته سفر وکړ، نو هلته يې د عربستان او خلیج هيوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د سخت دریځۍ په خلاف سره باید په ګډه مقابله وشي.

سعودي عربستان او د خلیج نورو هېوادونو د ښاغلي ډونلډ ټرمپ غوښتنې ته لبیک وويل او لومړی يې د سخت دریځه او اخوان د ملاتړي دولت قطر سره ډیپلوماتیکي اړیکې وشکولي او نور به په راتلونکي کې تر سره کوي.

د اماراتو هېواد د قطر هېواد سره په ټولنیزو رسنيو کې د غمرازي کوونکو په وړاندې هم سخت دریځ خپل کړ. د امارات دولت اعلان وکړ، چې هر هغه کس چې د قطر له هېواد سره خواخوږي ښکاره کړي هغه به له ۳ کاله څخه تر ۱۵ کاله پوري زنداني او ($136,000)ډالره نغدي جریمه کوي.

کله چې ما د عربي متحده اماراتو دغه اعلان واوريدل نو په فکر کې شوم، چې دغه حمل خو د بیان د آزادی خلاف عمل دی او د امریکا متحده ایالات غبرګون به يې په اړوند څه وي؟

دا ځکه چې د امریکا متحده ایالاتو په مشري ائتلاف په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو خلاف یو لويه نیوکه دا وه چې دغه نظام د بیان د آزادی مخالف دی. کله چې د طالبانو نظام وپرځول شو. نو امریکا متحده ایالاتو په خپلو لويو لاسته راوړنو کې دا خبره یادوله چې ګواکې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د بیان آزادي مروجه کړه او ډیموکراسي يې پیلي کړه. او همدارنګه دغه هېواد د بیان آزادۍ ته ژمن هېواد دی او په نړۍ کې هڅه کوي چې ډیموکراسي او د بیان آزادي ترویج شی.

اوس خبره دا ده که چیرته د امریکا متحده ایالات د عربی متحده اماراتو د هغې پريکړې مخالفت وکړي چې د قطر سره خواخوږي کوونکي ته له ۳ څخه تر ۱۵ کاله پوري د زندان سزا ورکوي، نو دغه هېواد به په خپلې ژمنې وفا کړې وي او که داسي ونه کړي نو د بیان د آزادی نه ملاتړ او د دیموکراسي ترویج به یوه منافقانه عمل نه پرته بل هیڅ هم نه وي.
په درنښت

شکیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x